عبدالملک حوثي: د امریکا، برېتانیا او اسرائیلو په ملتیا پر یمن خونړي بریدونه روان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” ټینګار کړی، چې د یمن پر وړاندې د سعودي عربستان تېری د امریکا، برېتانیا او اسرائیلو په ملتیا دوام لري.

حوثي ویلي، چې سعودي حکومت اسرائیلیانو ته خپل هوايي حریم پرانیزي، خو په ورته وخت کې یمن محاصره کوي او یمني ولس له سفر کولو او خپلو سرچینو څخه له ګټې اخیستنې منع کوي.

نوموړي د سعودي حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او د یمن د محاصرې دوام یې د یمني ولس پر وړاندې د فشار یوه وسیله بللې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button