بقايي: د امریکا د پوځي تېریو د پایلو پړه پر ایران اچول د جنایتونو سپینول دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند
“اسماعیل بقايي” ویلي، د امریکا د پوځي تېریو د پایلو پړه پر ایران اچول، د دغو تېریو او جنایتونو له سپینولو پرته بل څه نه دي.
بقايي د ایران د بشري حقونو په نوم د راپور ورکوونکو تشکیلاتو د ادعاوو په غبرګون کې، پر ټولنیزې رسنۍ “ایکس” لیکلي چې د دغو تشکیلاتو جوړښت په بشپړه توګه سیاسي دی او بریتانیا هڅه کوي د خپلو ناوړه موخو لپاره یې د بشري حقونو پر شورا وتپي.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا او اسرائیلو د جنایتونو مسوولیت پر ایران د اچولو لپاره د دغو تشکیلاتو کارول، د تېري، جنایتونو او یو اړخیزو زورواکو اقداماتو قصدي سپینول دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ډول چلند ژور ګمراه کوونکی او سخت تېرایستونکی بللی دی.



