جوزجان کې د ۳۱۱ میلیونه افغانیو ۶۹ پراختیايي پروژې پیلېږي

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۹مه)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د جوزجان ولایت په فیض‌آباد ولسوالۍ کې د ۳۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۹ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.

دغه راز د ولایت په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ نورې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو ترمیم او جغل اچول، د اوبو رسولو شبکو جوړول او معیشتي پروژې شاملې دي.

د پروژو د تطبیق پر مهال به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button