بلخ کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د اوسپنې ویلې کولو او سیخګول فابریکې فعالیت پیل کړ

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۹مه)
په بلخ ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو او سیخګول د تولید یوې فابریکې په ۳۰ میلیونه ډالرو پانګونې سره خپل فعالیت پیل کړ.
دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰۰ ټنه سیخګول د تولید ظرفیت لري او شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د بلخ والي مولوي محمدیوسف وفا د فاریاب له والي محمدحنیف حمزه او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو سره یوځای له یادې فابریکې لیدنه کړې ده.
مولوي محمدیوسف وفا د صنعتي فعالیتونو پراختیا او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم بللي او د یادې فابریکې له مسوولینو سره یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.



