د افغانستان نړیوال نندارتون کې د ۱۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۹مه)
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان په نړیوال نندارتون کې د کونړ، نورستان او کابل ولایتونو قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې د لیلام له لارې په ټولیز ډول د ۱۴۱ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د کونړ ۱۱۷.۴ کیلوګرامه بېروج په ۱۳۷ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو، د نورستان ۶۷۹.۳۰۱ کیلوګرامه کنزایټ، کوارتز او مارګنایټ په ۲ میلیونه او ۹۵۰ زره افغانیو او د کابل ۲ زره او ۶۵۱.۲۴ ګرامه یاقوت په یو میلیون او ۲۷۰ زره افغانیو پلورل شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د یاد نندارتون په ترڅ کې د پنجشېر ولایت د زمردو لومړنی لیلام هم ترسره شوی دی.



