جنرال محسن رضايي: اروپا به د ایران پر وړاندې د خپلو ناوړه کړنو بیه پرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي “جنرال محسن رضايي” اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې به د خپلو ناوړه کړنو بیه پرې کړي.
رضايي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، چې اروپا تر پرون پورې د اسرائیلي رژیم پر ناوړه کړنو ویاړ کاوه، خو نن له هغو میلیاردونو ډالرو لګښتونو شکایت کوي، چې د ایران پر وړاندې د جګړې له امله ور اوښتي دي.
نوموړي زیاته کړې: «کله چې تاسو د جنګي جنایتونو هرکلی کاوه، ایا فکر مو کاوه چې پایلې به یې خپله ستاسو لمن هم وسوځوي؟»
رضايي ټینګار کړی، چې جګړه او ترور بیه لري او اوس د اروپايي هېوادونو وار دی، چې د خپلو کړنو بیه ورکړي.



