ذبيح الله مجاهد: پاکستان له افغانستان سره د خبرو له لارې د کړکېچ حل نه غواړي

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۹مه)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ويلي، افغانستان د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د خبرو اترو وروستۍ هڅې کړي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.

ښاغلي مجاهد د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو تبادله تایید کړې او ویلي یې دي، چې د منځګړو هېوادونو هڅې هم د کړکېچ په کمولو کې بریالۍ شوې نه دي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان ناسم سیاستونه د خبرو له لارې د ستونزو د حل مخه نیسي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان د کړکېچ رامنځته کوونکی نه دی، خو لا هم د مذاکراتو له لارې د اختلافاتو پر حل باور لري.

مربوطه مطالب

Back to top button