سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د پنجشیر ولایت  جهادي بهیر ته  لنډه کتنه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 2, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
انځور: رویټرز

انځور: رویټرز

200
ځلې شریک شوی
128
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

ژباړه: ابن مبارک احمدزی

لیکوال: ابو طیب پنجشیري

پنجشیر د ګران هېواد په شمال کې واقع او له کابل سره ۱۲۰ کیلومتره واټن کې پروت دی.پنجشیر له شپږو ولایتونو سره ګډه پوله لري؛ لکه : کاپیسا، پروان، بغلان، تخار، بدخشان او نورستان. د پنجشیر شتل ولسوالۍ له پروان سره پوله لري. د سالنګ ستراتیژيکه لاره او د هندوکش د سلسلې لوی غر هم له همدغو داوړو ولایتونو څخه تېر شوې دی او د هېواد ختیز، مرکز او سویل یې له یو بل سره تړلي دي.مجاهدینو د شوروي د یرغل پر مهال همدا ځایونه د یرغلګرو روسانو او د هغوی د تالي څټو کمونستانو له پاره سره تبۍ ګرځولې وه او ډېره ګرانه وه چې روسان یا کمونستان دې له یادې سیمې  په ارامه وتلي وای.اوس یرغلګر امریکایان او مزدوران یې هم په یادو دواړو ولایتونو کې د مجاهدینو له حضور او فعالیت څخه سخت په اندېښه کې دي.

د پنجشیر ولایت پریان ولسوالۍ د بدخشان له کران او منجان ولسوالۍ سره لاره لري، د اسلامي امارت د حاکمیت پر مهال همدا لاره د شر او فساد د لښکرو پر مخ خلاصه وه او له همدې لارې څخه یې اکمالات کېدل.الحمد لله اوس یاده سیمه په بشپړه توګه د اسلامي امارت شازلمو د دښمن د هر ډول تحرک پر مخ بنده کړې ده.د یادونې وړ ده چې پریان ولسوالۍ له نورستان ولایت سره هم لاره لري.

د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ له لارې د پنجشیر له آبشار ولسوالۍ سره پوله لري. همدارنګه آبشار او درهء عبدالله ولسوالۍ ګانې له کاپیسا ولایت سره هم لاره لري.د الله تعالی په ځانګړي نصرت سره؛ د لغمان او کاپیسا ولایت مجاهدین د پنجشیر له هغو سره ښه سنجول شوې او ستراتيژیکه همغږي لري او ډېر ځله په خپلو منځونو کې نظامي مشورې کوي.تر خپل وسه پورې د یو او بل مرسته کوي.

د پنجشیر ولایت جغرافیايي موقعیت اوس مهال د اسلامي امارت مجاهدینو په ګټه دی، د اسلامي امارت فدایان او شازلمي پر ټولو هغو لارو بشپړ واک او تسلط لري چې پنجشیر ته ور رسېدونکي دي؛ په بل عبارت سره که ووایو نو پنجشیر د اسلامي امارت مجاهدیتو محاصره کړی دی.

په پنجشیر ولایت کې د الخندق عملیاتو بهیر:

په دغه ولایت کې د الخندق عملیاتو پلان د ولایت د جهادي مسؤول، د ولایت د مرستیال او د نظامي کمیسیون د مسؤول تر څارنې او نظارت لاندې طرحه او بشپړ شو.د یاد ولایت جهادي مسؤول له خپلو مجاهدینو سره اوږه په اوږه په عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

مجاهدینو ته امر او لارښوونه وشوه چې لومړی باید د ولایت د مرکز اړوند پوستې تر برید لاندې ونیسي.مجاهدینو هم له هدایت سره سم؛ د درهء عبدالله ولسوالۍ له لارې د ولایت د مقام دفاعي پوستې تر برید لاندې ونیولې، په پایله کې د دښمن ۲ مهمې او لویې پوستې فتحه شوې، ۳ تنه عسکر د جګړو او نښتو پر مهال ووژل شول او ۵ تنه یې ټپیان شول. دغه راز۲ تنه پولیس مجاهدینو ژوندي اسیران کړل. همدارنګه مجاهدینو ۵ میله کلاشنکوفونه، یو میل پیکا ماشینداره او ډېر نور مهمات ولجه کړل.

له هغې وروسته؛ په پریان ولسوالۍ کې هم مجاهدینو تابیا ونیوله تر څو د یادې ولسوالۍ پر مرکز پراخ برید وکړي.کله چې د اسلامي امارت مجاهدین د نورستان ولایت د مندول ولسوالۍ له لارې د پنجشیر پریان ولسوالۍ ته را ورسېدل د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شول. خلکو به د اشغالګرو یا هم د هغوی له مزدورانو څخه له ډارېدو پرته وویل:  موږ د اسلامي امارت د مجاهدینو د شجاعت او مېړانې په اړه اورېدلي وو؛ خو اوس مو دا دی د سر په سترګو ولیدل چې تاسو داسې یوه ځای ته راورسېدئ چې دښمن به یوه نه نیول کېدونکی او  خپله مستحکمه کلا ګڼله.

پر ګران افغانستان باندې د اشغالګرو امریکایانو تر ناروا برید وروسته دا لومړی ځل دی چې مجاهدین عملاً د عملیاتو په موخه د پنجشیر ولایت پریان ولسوالۍ ته ور داخلېږي.دښمن که څه هم د پنجشیر په پولو کې د اسلامي امارت له نویو او تازه نظامی تحرکاتو څخه خبر ترلاسه کړی و خو په یادو سیمو کې د دښمن مېشتو منسوبینو او عسکرو و نه شو کولای د اسلامي امارت د مجاهدینو له پرمختګ څخه مخنیوی وکا.د کابل ادارې عسکرو مورال له لاسه ورکړ او وتښتېدل.

د اسلامي امارت مجاهدین د پریان ولسوالۍ ۳ کیلومترۍ ته رسېدلي وو چې د دښمن مرستې ته نوره پرېمانه نظامي او کومکي قوه راغله، نو مجاهدینو هم وپتیله چې د عملیاتو پلان بدل کړي، د نویو عملیاتو د اجرا په موخه آبشار ولسوالۍ ته ور دننه شول، او د یادې ولسوالۍ تر کلینیکه پورې یې پرمختګ وکړ.په یاده شوې ولسوالۍ کې هم له دښمن سره جګړه وشوه چې په ترڅ کې یې  ۵ تنه عسکر ووژل شول او ۶ تنه هم ټپیان شول.په وژل شویو کې د یاد ولایت د چټک غبرګون د قطعې مشر قومندان رجب هم شامل و.

په آبشار او درهء عبدالله ولسوالیو کې د دښمن نقلیه وسایط هم تخریب شول.الحمد لله چې دښمن هر څومره کوښښ وکړ بیا یې هم د پنجشیر ولایت مهمو او ستراتيژیکو سیمو ته د مجاهدینو د ورتګ او داخلېدو مخه و نه شوه نیولی. د اسلامي امارت مجاهدینو د یاد ولایت په ۳ ولسوالیو کې په ډاډه زړه عملیات ترسره کړل. او لا هم په لوړ همت او کلک عزم سره خپلو  جهادي عملیاتو ته دوام ورکوي.له دښمن څخه اوس لاره ورکه ده او اعتراف کوي چې طالبانو د پنجشیر ولایت له پاره جوړ شوی نه ماتېدونکی حصار اوس مات کړی دی.د یادولو ده چې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو او سیمو څخه ډلې ډلې با احساسه ځوانان  له اسلامي امارت سره یوځای کېږي.د مجاهدینو په شمېر کې د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېروالی راځي. په پنجشیر کې د نورو بریاوو په هیله.

پای.

مخکینې مطلب

نیکولسن رسماً خپله دنده نوي امریکایي ته وسپارله

بل مطلب

غني هم د اربکي عبدالشکور په برخليک اخته کېدونکی دی

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com