سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

غني هم د اربکي عبدالشکور په برخليک اخته کېدونکی دی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 2, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
558
ځلې شریک شوی
92
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

خبر مې تر سترګو شو، وايي چې د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالشکور په نوم يو اربکی قومندان د خېټې ډکولو غم ژړوي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

دغه قومندان ترر دې وړاندې په ياده ولسوالۍ کې د اربکيانو عمومي مسؤل و او د کورنۍ ګڼ غړي يې د امريکايانو او کابل ادارې په چوپړ کې له لاسه ورکړي، خو اوس يې سيمه طالبانو لاندې کړې او ده د پکتيکا په مرکز ښرنه کې په يوه ګوله ډوډۍ پسې تلې تڼاکې کړې.

يوازې دا اربکی نه دی چې د کورنۍ د اتلسو غړو قرباني کيدل يې د خارجي ځواکونو او د هغوی د کورنيو ملګرو لپاره هيڅ د قدر وړ نه دي، په لسګونو، بلکې په سلګونو اربکيان، ملي اردو، پوليس او آن ځانګړي ځواکونه شته چې د کابل حکومت او خارجي اشغالګرو له نامردۍ کړيږي.

ولې به له داسې بدمرغۍ سره نه مخ کيږي؟! څوک چې د دين او وطن او په کلونو کړېدلي ولس په مقابل کې د پرديو او کورنيو بدبختو ظالمانو چوپړ وهي، ضرور به يې ازار وهي او د دغسې بدمرغۍ او لاچارۍ ښکار کيږي به. موږ دې ته ورته پېښې د جګړو په ۳۰ کلنه موده کې خورا زياتې مشاهده کړې دي.

اوس دا برخليک د لوړ پوړو او آن د اشرف غني په برخه هم رسيدونکی دی. په کور د ننه او بهر ساسي او نظامي اوضاع ته په کتلو پوهيږو چې ډير ژر ده د کابل ادارې سرکرده اشخاص هم له ورته انجام سره مخ شي.

په کور دننه د حکومتي چارواکو تر منځ اختلافات دې حد ته رسيدلي چې اوس يو يو چارواکی ترې د غوږونو ايستل د ځان په خير ګڼي، چې ډير امکان شته په پايله کې به دوی هر يو جلا د ولس رحم او کرم ته پاتې شي.

له دې علاوه، حکومتي عسکر، چې د حکومت په رسنيزو غوړو او خوږو غولېدلي وو، اوس يې هوش سوکه سوکه سر ته ورځي او د حکومت په فساد، نامردۍ، د پردو غلامي او له دين، هيواد او ولس سره په دښمنانه چلند له پوهيدو وروسته يا خو د طالبانو ليکو کې ځانونه شاملوي، يا په کور کښېني او يا هم يو مخ له هيواد څخه ځان ورکوي. دا ځکه چې هغوی اوس د حکومت په نارواوالي وپوهيدل او د ولسي خوځښت او مبارزينو حقانيت يې درکړ.

په دې اړه به مو د فارياب ولايت د نوي والي شکايت هم اورېدلی وي، چې ويل يې په ولايت کې يې د سرتيرو تعداد يوازې په لستونو کې ليکلی، په حقيقت کې نه پوليس شته، نه اردو او نه هم ځانګړي ځواکونه او…

په بهرني سياست کې هم ۱۸۰٪ بدلون وينو. في الحال ګرده نړۍ د امريکا په چالاکۍ او استعماري موخو پوهېدلې او هيڅوک نه غواړي چې د افغانستان په جګړه کې يې لاس نيوی وکړي، همدا او په نړيوال سياسي او کورني نظامي ډګر کې د طالبانو بالادستي د دې لامل شول چې افغان جګړه پخپله د امريکايي چارواکو تر منځ د اختلاف ټکی شي.

فعلاً يوازې امريکايي پوځي جنرالان د افغان جګړې په اړه د ټرمپ ستراتيژي ته خوشبيني ښيي، خو امريکايي ولس، د سنا ډيری غړي او د استخباراتي ادارې چارواکي بيا مطلق د دغې جګړې په هکله بدبينه دي او د کاميابۍ اميد نه لري.

په امريکا دننه د افغان جګړې په اړه د بدبينۍ کچې لوړېدلو ته په کتلو، په زغرده ويلی شو چې ډير ژر ده يرغلګر هم د کابل ادارې لاس نيوی او ملګرتيا پرېږدي او داسې يې د ولس رحم او کرم ته محتاج کړي، لکه نن چې اربکی عبدالشکور ورته پاتې دی.

اربکی عبدالشکور که اوس د هغو بدو اعمالو انجام تجربه کوي چې په جاني خيل ولسوالۍ کې يې له عام بې دفاع ولس سره ترسره کړي و سبا به غني هم د نورو چارواکو په شمول په لوړه کچه د خپلو فسادونو، قساوتونو، د دوی له امله د هيوادوالو د دربدريو، ناخوالو او بدمرغيو ترخې پايلې وڅکي، دا ډېره نژدې ده.

په همدې اميد.

مخکینې مطلب

د پنجشیر ولایت  جهادي بهیر ته  لنډه کتنه

بل مطلب

کابل يم

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com