(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۱)
د امریکا د دفاع وزارت وياند کرنل کون فالکنر وايي، پر پاکستان هغه درې سوه ميليونه ډالره مرسته ځنډول شوې چې پخوا يې د ورکولو پریکړه شوې وه.
د فالکنر په وينا، تر دې مخکې د امریکا د مشرانو جرګې پريکړه کړې وه چې پاکستان ته به پنځه سوه ميليونه ډالره نه ورکوي او د تازه درې سوه ميليونه ډالرو د ايسارولو سره ټول اته سوه ميليونه ډالر شول چې پر پاکستان يې د ودرولو اعلان شوی دی
امریکايي چارواکي پر پاکستان د مرستو ځنډولو لامل له وسله والو ډلو د دغه هېواد ملاتړ بولي هغه څه چې پاکستاني چارواکو په وار وار رد کړي دي.
په داسې حال کې پر پاکستان د درې سوه ميلیونه ډالرو د مرستې ځنډولو اعلان شوی چې ټاکل شوې د ستمبر په پنځمه نيټه د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پومپيو د یو شمير پوځي جنرالانو سره يوځای د اسلام اباد سفر وکړي او د هغه هېواد له نوي لومړي وزير عمران خان سره وويني.
د رويټر د راپور له مخې، امريکا له ۲۰۰۲کال راهيسې پاکستان ته د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره شاوخوا دري دېرش اربه ډالر ورکړي دي.
امریکايي چارواکي ادعا کوي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ او د هغوی مرسته کوي خو د پاکستان په ګډون افغان چارواکي هم مني چې پر نږدې نيم افغانستان طالبان واکمن دي او دوی د نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتيا نه لري.
دوه ورځې مخکې د ملي يووالي حکومت د اجراييه رياست مرستيال محمد محقق هم پر دې اعتراف وکړ ويې ويل: په یقین او اثبات سره ویلی شو، چې د هیواد ۶۰ سلنه حاکمیت له طالبانو سره دی او حکومت یواځې پر ۴۰ سلنه برخه حاکم دی.

















