فکرمل طالب
چا ته مرګ چا ته زندان یمه کابل يم
چا ته خوږ لکه خپل ځان یمه کابل يم
د ننګو شمله مې هسکه په جهان ده
د غزا ګرم میدان یمه کابل يم
د زقوم ترخه لُقمه یم نه تېرېږم
هر غاصب لره تاوان یمه کابل يم
روغ سرونه هیچا نه دي رانه وړې
غازي کور د ميرويس خان یمه کابل يم
لاهو کړې مې لښکرې فرعوني دي
د اجل د نیل پشان یمه کابل يم
فکرمله د تاريخ په حافظه کې
په یوه نوم خراسان یمه کابل يم

















