جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د نيکلسن د ژمنو پر تابوت وروستی مېخ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 3, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
جنرال جان نیکولسن خپل ځایناستي جنرال آسټین سکاټ میلر ته د دندې سپارلو په مراسمو کې - د سپټمبر ۲مه، ۲۰۱۸ / د وږي ۱۱مه، ۱۳۹۷ - انځور: Massoud Hossaini/Associated Press

جنرال جان نیکولسن خپل ځایناستي جنرال آسټین سکاټ میلر ته د دندې سپارلو په مراسمو کې - د سپټمبر ۲مه، ۲۰۱۸ / د وږي ۱۱مه، ۱۳۹۷ - انځور: Massoud Hossaini/Associated Press

369
ځلې شریک شوی
133
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

په افغانستان کې يوازې امريکايان نه بلکې د وخت هر يو تاړاکګر ازمايل شوی دى. د پرنګ له جنرال برنسه واخله د روسیې تر ګرموف او امريکايي نيکولسن پورې، هر يو په افغانستان کې د خپل دايمې شتون ژمنې له خپل ولس سره کړې دي، او د خپلو ژمنو د پوره کېدا لپاره یې پر افغان ولس د خپلو فابريکو هر ډول وسلې په لومړي وار ازمويلې دي. خو، له ټولو ازمويښتونو او له غروره ډکو ويناوو سره سره، ټولې هيلې یې افغان مېړني ولس ورخاورې کړې دي.. او ورخاورې کوي به یې.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امريکايي جنرال نيکولسن تر برتانوي جنرال، برنس، هوښيار او تجربه کار نه و. جنرال برنس خپلې ژمنې له ځان سره په تابوت کې يووړې، ګروموف هم پر مټ ټومبلي نښانونه له ځان سره د ژمنو په تابوت کې يووړل، لوڅې پښې او لوڅې مټې له افغانستانه ووت. جنرال برنس او جنرال ګروموف له خپلو خپلو ولسونو سره کړې ژمنې او پر افغان ولس د دوی ظلم چپه مېچنې د افغانستان په تاريخ کې ثبت دي.

تر جنرال نيکولسن دمخه، په افغانستان کې د امريکايي او بهرنيو پوځونو قوماندان، جنرال کمپبل، ته د پنټاګون لخوا دنده سپارل شوې وه چې د يو کال په موده کې به له افغانستانه د طالب نوم ورکوي او بايد نور د افغانستان په يوه ښار او يوه سيمه کې جګړه ونه واوسي. خو جنرال کمپبل تر ١٨ مياشتو دندې وروسته، په خپله ناکامۍ اعتراف وکړ.

که څه هم کمپبل له پنټاګون سره د هر څه پخلی کړی و چې افغانستان کې به ورکړل شوې نقشه پلې کړي، خو له ټټر وهلو سره سره یې، له پنټاګون سره کړې ژمنې له ځان سره يوړې.

په کومه ورځ چې (د ١٣٩٤ کال د حوت د مياشتې ١٣مه) کمپبل خپله دنده جنرال نيکولسن ته پرېښوده او له افغانستانه ووت، په همغه ورځ پنځه سختې چاودنې وشوې. جنرال کمپبل د خپلې تجربې له مخې نيکولسن ته دا جمله تکرار کړه: افغانستان له سختو شرايطو تېرېږي، او ډېره ګرانه ده چې دا سخت شرايط مهار کړل شي.

همغسې وشول. د نيکولسن د ژمنو پر تابوت وروستی وړمه ورځ د هغه د دندې د پای ته رسېدا (ناکامه مامويت) پر مهال ووهل شو.

جنرال نيکولسن پخپله پر دې پوهېده چې کمپبل ترې په نظامي برخه کې څو چنده پوهه درلوده او له افغانستانه په ناکامۍ سره وځي، خو د پنټاګون لخوا ورسپارل شوې دنده وه، غاړه یې ورته کېښوده.

مړ شوي سناتور، جان مک کين، په یوه استجوابيه غونډه کې له نيکولسن څخه وپوښتل: په افغانستان کې روانه جګړه ګټل کېدونکې او که بايللې ده؟ نيکولسن ځواب ورکړ: ګرانه ده چې بايللې جګړه دې وګټل شي، ځکه په اوس وخت کې امريکا په افغانستان کې له ډېر سخت ازمويښت او بنبست سره مخ ده.

 په کوم حالت کې چې جنرال نيکولسن دنده پیل کړې وه په همغه حالت کې یې پرېښوده.. او له افغانستانه د ژمنو ډک تابوت یې له ځان سره يووړ.

مخکینې مطلب

په افغانستان کي د امریکايي جنرالانو پر سرسام آوره تغییر او تبدیل باندي یوه تبصره

بل مطلب

بشپړ دوست او نیمګړی دوست؛ د عبرت کیسه!

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com