حماس: د خلیل الحیه د کورنۍ د وژلو هڅه د اسرائیلو د جنایتکارانه سیاست دوام دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اسرائیلي پوځ تېره شپه پر یوه استوګنیز اپارتمان برید کړی او د دغه غورځنګ د مشر ډاکټر خلیل الحیه د زوی او د هغه د کورنۍ د غړو، همدارنګه د شهید عزام خلیل الحیه د کورنۍ د غړو د ترور هڅه یې کړې ده.
حماس په اعلامیه کې ویلي، دغه برید د فلسطیني ولس پر وړاندې د اسرائیلو د بېساري جنایتکارانه سیاست دوام او د اسرائیلو د جګړې وزیر یسرائيل کاتس له لوري د خلیل الحیه پر وړاندې د شویو ګواښونو عملي بڼه ده.
دغه غورځنګ زیاته کړې، پر ملکي استوګنځي دغه برید د اسرائیلي چارواکو د جنایتکارې او غیرانساني ذهنیت څرګندونه کوي او نړیواله ټولنه باید د اسرائیلو دغه کړنې وغندي، عاملان یې محاکمه کړي او د فلسطین د اشغال د بشپړ پای ته رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
حماس ټینګار کړی چې اسرائیل د فلسطیني ولس پر وړاندې د خپلو پرلهپسې جنایتونو د ټولو پایلو بشپړ مسؤولیت پر غاړه لري.
د اعلامیې له مخې، اسرائیل هڅه کوي له اوربند څخه ناوړه ګټه پورته کړي او په همدې مهال په غزه کې خپل بریدونه او د فلسطینیانو د وینو تویول روان وساتي.



