د اسلامي امارت د زعیم په مشرۍ د امنیتي کمېسیون غونډه ترسره شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت د زعیم “شیخ هبة الله اخوندزاده” په مشرۍ د امنیتي کمېسیون غونډه ترسره شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د تېرو پرېکړو د تطبیق په اړه بحث شوی، اړوندو راپورونه وړاندې شوي او د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې شوې دي.

د فطرت په وینا، د اسلامي امارت زعیم په خپلو لارښوونو کې له مسؤولینو غوښتي، چې له غفلت څخه ډډه وکړي، خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي، د مجاهدینو له وضعیت څخه ځان خبر کړي او له خلکو سره ښه چلند ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې د غونډې په ترڅ کې د امنیتي چارو د ښه تنظیم او د پخوانیو پرېکړو د عملي کېدو په اړه هم خبرې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button