رویټرز: هکرانو د امریکا د هوايي ځواک کلاوډ سیسټم ته هیک کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې هکرانو د امریکا د هوايي ځواک د کلاوډ کمپیوټري سیسټم هیک کړی دی.

د راپور له مخې، تر اوسه د هکرانو هویت، د سایبري برید بشپړه کچه او دا موضوع نه ده روښانه شوې چې ایا د دغه برید پر مهال حساس معلومات هم غلا شوي دي که نه.

رویټرز لیکلي، چې دې پېښې د امریکا د پوځي تاکتیکونو، نظامي پرسونل او لوژستیکي چارو اړوند د ګڼو حساسو معلوماتو د افشا کېدو احتمالي خطر رامنځته کړی دی.

تر اوسه د برید د څرنګوالي، احتمالي زیانونو او د معلوماتو د غلا په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button