کونړ کې د ولسونو د یووالي او د مشرتابه د فرمانونو د ملاتړ غونډه شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د کونړ ولایت په پېج ولسوالۍ کې د ولسونو د یووالي، د مشرتابه د فرمانونو د ملاتړ او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه غونډه شوې ده.

د راپور له مخې، په دې غونډه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د غونډې ویناوالو د ولسونو پر یووالي ټینګار کړی او د مشرتابه فرمانونه یې د ټولنې د اصلاح او د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره ګټور بللي دي. هغوی ژمنه کړې چې د یادو فرمانونو په عملي کېدو کې به همکاري کوي.

د کونړ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي تحمیدالله ارشاد غازي ویلي، هڅه کوي چې د مشرتابه فرمانونه په سمه توګه عملي کړي او خلک له ناوړه دودونو، رواجونو او بې‌ځایه لګښتونو څخه وژغوري.

نوموړي زیاته کړې چې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ولسونو همکاري د یادو موخو په ترلاسه کولو کې مهمه ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولسوالیو کې د ولسونو د یووالي، د ناوړه دودونو د مخنیوي او د مشرتابه د فرمانونو د تطبیق او ملاتړ په موخه ورته غونډې جوړې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button