ولسمشر ټرمپ: ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” یو ځل بیا ټینګار کړی، چې واشنګټن به تهران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي، چې د ایران لهخوا د اټومي وسلو ترلاسه کول ښايي په منځني ختیځ کې د اټومي ناورین لامل شي او د امریکا ښارونه له احتمالي ګواښ سره مخ کړي.
نوموړي ادعا کړې، چې ایران اوس د اروپا د په نښه کولو وړتیا هم لري او امریکا یې باید د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي، څو دغه هېواد د امریکا پر خاوره د برید وړتیا ترلاسه نه کړي.



