مصر کې د تېلو ټانکر د چپه کېدو او اورلګېدنې له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۵ ټپیان شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د ليندۍ ۵مه)

د مصر د روغتیا وزارت ويلي، چې د دغه هېواد په یوه مهمه حلقوي لویه لاره کې د تېلو د محصولاتو لېږدوونکي موټر د چپه کېدو او اور اخیستو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، پېښه د قاهرې ښار شاوخوا د جیزې ولایت د الوراق سیمې په یوه تونل کې رامنځته شوې ده.

یاده حلقوي لویه لاره قاهره، جیزه او قلیوبیه ولایتونه سره نښلوي.

مربوطه مطالب

Back to top button