افغانستان او ترکیې د سوداګریزو او پانګیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د ليندۍ ۵مه)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي شهابالدین ثاقب د ترکیې په استانبول ښار کې د حلال ۱۲م نړیوال کنفرانس او ۲۰۲۶ کال د حلال نندارتون په څنډه کې د ترکیې د صنعت کارانو او سوداګرو ټولنې (İGEAD) له رئیس او غړو سره لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې افغان پلاوي په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه، پانګوالو ته برابرې اسانتیاوې او د امنیت د تأمین په اړه معلومات وړاندې کړي او ترکي سوداګر یې په بېلابېلو اقتصادي او صنعتي برخو کې پانګونې ته بللي دي.
دواړو لورو د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو د پراختیا، منظمو ناستو او د هوکړو د تعقیب په اړه د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.



