والسټریټ ژورنال: د ایران بریدونو بحرین له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د ليندۍ ۵مه)
د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، پر بحرین د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو پرلهپسې بریدونو د دغه هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی دی. د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ اډه او صنعتي تاسیسات په نښه شوي، چې له امله یې د تېلو او المونیم صنعتونو ته زیان اوښتی او د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ ګډوډۍ د صادراتو بهیر هم درولی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، د بحرین لوړ دولتي پورونه او د بریدونو د مخنیوي لګښتونه د دغه هېواد مالي وضعیت نور هم خراب کړی او اقتصادپوهان د اقتصادي ودې د ۱۰ سلنې څخه د ډېر کمښت او د پراخ مالي بحران خبرداری ورکوي. د راپور له مخې، که شتمن خلیجي هېوادونه له بحرین سره نوې مالي مرسته ونه کړي، دغه هېواد ښايي د پورونو او ملي پولي واحد له جدي بحران سره مخ شي.



