جمعیت علمای اسلام: پنجاب حکومت د سرګودها کنفرانس د مخنیوي لپاره لارې تړلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د ليندۍ ۵مه)

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ویاند اسلم غوري ادعا کړې، چې د پنجاب ایالتي ادارې د دغه ګوند د سرګودها کنفرانس د مخنیوي لپاره خنډونه جوړ کړي او ښار ته تلونکې ټولې لارې یې تړلې دي.

نوموړي ویلي، سره له دې چې لمر راختلی، د مه‌نیوي په پلمه موټروې هم تړل شوې او په زرګونو پلویان له ټولو خنډونو سره سره د کنفرانس د ترسره کېدو ځای ته روان دي.

اسلم غوري زیاته کړې، چې د دغو خنډونو باوجود به کنفرانس ترسره شي او د ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان او نور مرکزي او ایالتي مشران به وینا وکړي. نوموړي له پلویانو غوښتي، چې زغم ولري، احساساتي غبرګون ونه ښيي او د ناامنۍ رامنځته کولو هڅو ته متوجه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button