پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ستړې زمانې ملنګ رحلت وکړ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 4, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
1.3k
ځلې شریک شوی
204
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نصیب ځدراڼ

د مولوي جلال الدین حقاني (رح) د کورنۍ یو غړي یې کیسه راته کوله چې کله د جلال الدین حقاني (رح) دویم زوی شهید محمد حقاني د امریکایانو بې پیلوټه طیارې په نښه کړ او شهید شو. دا هغه وخت وو چې هره ورځ به ملګرو د شهادت خبرونه را روان وو، نو زه او حاجي خلیل ( د مولوی صیب کشر ورور) ورغلو تر څو چې حقاني صیب (رح) د زوی د شهادت نه خبر کړو، حقاني صیب قرآن کریم  په لاس کې نیولی وو او تلاوت یې کولو، حاجي خلیل نه پوهیدو چې اوس څنګه دی خبر کړي،خبر ور رسیدلی وو چې محمد ډرون په نښه کړی،په څنګ کې یې یو بل څوک ناست وو هغه پوښتنه وکړه چې محمد څنګه دی اوس؟ موږ ورته و ویل چې ښه دی،خلیل حاجي د تسلیت او حوصلې خبرې یې پیل کړي. په نږدي وخت کې  دا د حقاني صیب دویم زوی وو چې شهید شوی وو نو یو دم یې نشو خبرولی، د شهادت فضلیت یې ورته بیانولو، اخر حقاني صیب پوی شو او په غوسه کې یې پوښتنه تر وکړه چې څه کیسه ده؟سمه خبر وکړه؟محمد شهید دی او که زخمي دی؟ حاجي خلیل ځواب ورکړو هو محمد  شهید شو،نو مولوی جلال الدین حقاني په څیره هیڅ غم او وارخطایي ښکاره نشوه، ورته ویې ویل ښه نو سمه خبر راته وکړه دا خو څه نوې خبر نه ده او بیا یې تلاوت پیل کړ.

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

د حق په لار قدم کیښودل سخت نه دي، خو مزل ورباندې کول، استقامت ښکاره کول، او سر ته رسیدل دا د حق لارې هغه غوښتنې دي چې هر څوک یې نشي پورا کولی، مولوی جلال الدین حقاني(رح) هغه څوک وو چې د حق لارې دا ټولې غوښتنې یې پورا کړلې، د حق په لار یې چې قدم کیښود بیا یې شا ته ونه کتل، زخمونه، شهادتونه، د تور لیسټ اخطارونه، او بې ځایه ټاپې هر څه په لار کې ورته راغلل، خو د هیڅ پرواه یې ونکړه او تر مرګ پوري یې د حق په لاره استقامت وکړ.

له نن څخه شاوخوا اتیا کاله مخکې د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ سوریخیلو کلي کې پیدا شوی جلال الدین حقاني په اړه چا دا فکر نه کولو چې دی به نړیوال شهرت ومومي، ژوند به یې یوه اغزنه لار وي، دژوند هره ورځ به یې د ایمان امتحان تر آخلي، یرغلګر او داخلي همکاران به یې د مرګ پلانونه جوړوي خو الله تعالي به کله د غزوه بدر غوندې د روسانو ښکرور ماتولو کار تر آخلي، کله د احد غوندې د بچیانو، وروڼو، ملګرو د کورنۍ د لسګونو غړو غم ور ویني او د بچیانو په لاس به  یې د عصر  قیصر و کسري (ناټو) د ماتې ننداره  اسلامي اُمت ته ور ویني.

د پکتیکا ولایت یو مجاهد تاج الدین کیسه کوي چې د خوست لایت تڼیو ولسوالۍ د “نریزیو” په سیمه کې مو د عسکرو سره جنګ شو، مجاهدینو سره وسله کمزورې او تجربه نه وه، د مجاهدینو شمیر هم کم وو، دښمن قوي شو، مجاهدین سره تیت پرک  شول، د ډزو غږونه اوریدل کیدل، مجاهدین په شا شول او د شپې بیرته خپل مرکز ته ټول مجاهدین راغلل خو جلال الدین حقاني نه وو، فکر مو وکړ دوښمن به بندي کړی وي، یا به یې شپه په غرۀ کې وي یا به شهید وي، سهار پسې ورغلو، د کمین پر ځای کې د دوښمن ټانګ ولاړ وو، ور نږدې شولو،د یوه ملګري پښه پر تیږه ولګیده او شور جوړ شو، لاندې طرف نه غږ وشو څوک یي؟

دا غږ د جلال الدین حقاني وو چې د دښمن عسکر یې تسلیم کړی وو، حقاني صیب په ټانګ ناست ملګرو ته انتظار وو چې عسکر او وسله خوندي ځای ته انتقال کړي.

د روسانو په ضد یې د مولوي یونس خالص  د یوه قوماندان په حیث جهاد وکړ او تر آخر پورې وفادار ورسره پاتي شو، کله چې داخلي جنګونه پیل شول،جنګیالي او وسله ورسره پریمانه وو خو چا یې یو پاټک و نه لید، نه یې د چوکۍ لپاره داخلي جنګ کې برخه واخیسته، په جنګ کې ښکیلو ډلو له طرفه بریدونه ورباندي وشول خو بیا یې هم د سولې لپاره خپلې هڅې جاري وساتلې.

د طالبانو د اسلامي امارت سره بغیر له کوم شرط نه یو ځای شو، د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد سره یې بیعت وکړ او تر مرګ پوري په داسې حال کې وفادار ورسره پاتي شو چې د درېو بیا د پینځو ولایتو د واک وړاندیزونه ورته وشول، د تش په نوم  حقاني شبکې ډنډورې وغږول شوې خو د دوښمن یوه هڅه کامیابه نشوه چې جلال الدین حقاني(رح) اړ کړي او د ملا محمد عمر سره کړې وعدې ماتې کړي.

د روسانو د وخت ډیر همسنګر یې ناټو ته تسلیم شول، چوکۍ، مراعتونه او وزارتونه یې واخیستل، بچیان یې خارج ته ولیږل،ځیني د ناټو په صف و وژل شول، خو جلال الدین حقاني خپل ځان ته او بچیانو ته یوه داسې لار خوښه کړه چې د سختیو ډکه وه، په دي دنیا کې خطرات او تاوان وو پکې خو د آخرت ګټې یې پکې لیدي، یو ورور حاجي اسماعیل یې د روس په ضد جهاد کې شهید شوی وو، څلور بچیان شهید نصرالدین، شهید بدرالدین، شهید محمد او شهید محمد عمر یې د امریکایانو په لاس په شهادت ورسیدل، یو زوی یې انس حقاني بندي دی، د یوې خور په شمول د کورنۍ څلور ښځینه او تر پینځوس پورې غړي یې د امریکایانو په لاس شهیدان شول، ورورڼه او بچیان یې تور لیسټ ته داخل شول،کور یې د یتیمانو ډک شو،خو د امریکایانو په ضد یې په دریځ کې هیڅ بدلون رانغی چې دا یې د ایماني غیرت یوه لویه بیلګه ده.

د یو چا قول دی چې که د حق پیژندل غواړئ نو د باطل غشي وګورئ چې د چا په طرف دي، اسلامي تاریخ د معاذ(رض) او معوذ(رض) نه تر خالد بن ولید، حضرت حسین(رض) نه تر صلاح الدین ایوبی، محمد بن قاسم، عمر مختار ، ټیپو سلطان، احمد شاه ابدالي، میرویس هوتک، ملا محمد عمر مجاهد، او اسامه بن لادن غوندي اتلان لري جلال الدین حقاني هم بې له شکه یو اتل وو، چې په هر دور کې د باطل غشو ته ولاړ وو غشي یې په ځیګر وخوړل او د حق لار یې نه پریښوده او په هم دي لاره کې مرګ ورته راغی.

داسې اتلان له دنیا لاړ شي خو د اتلولۍ او حقانیت درسونه دنیا ته ورکړي.

نن په خپل خفګان خوښ یو چې یوه داسې رهبر پسې خفه یو چې هیڅ داسې کار یې ونکړ چې سبا ته موږ ته څوک پیغور راکړي.خپله هم زخمي شو،د کورنۍ ځوانانو ان ښځینؤ یې هم قربانې ورکړه،شهادت یې په قسمت کې نه وو او د خالد بن ولید (رض) غوندي په خپل مرګ وفات شو.

مفتون صیب څه ښه وایي:

په مغرورو بادشاهانو مې قلنګ دی

زه د ستړې زمانې داسې ملنګ یم

مخکینې مطلب

داعش ته ورتلونکي سلګونه کومکي جنګیالي له نیمایي لارې ګرځول شوي

بل مطلب

عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com