(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۳)
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند کانديد ډاکټر عارف علوي د رايو په اکثريت سره د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو.
د پاکستان د اپوزيسيون له خوا مولانا فضل الرحمن، د خلکو ګوند له خوا اعتزاز حسن او د انصاف ګوند له خوا عارف علوي کانديدان و.
ملي اسمبلۍ ، د مشرانوجرګې او د څلورو ايالتي اسمبليو غړيو په دې ټاکنو کې برخه اخيستې وه.
په دغه انتخاباتو کې چې د ولسمشرۍ لپاره ترسره شول عارف علوي ۲۱۲، مولانا فضل الرحمن ۱۳۱ او د خلکو ګوند کانديد اعتزاز حسن ۸۱ رايې ترلاسه کړې.
تر دې مخکې حکومت کې ممنون حسين د پاکستان ولسمشر و خو د عارف علوي په ګټلو سره دا د یاد هېواد ديارلسم ولسمشر شو.
په لومړی ځل دولس کسانو د ولسمشرۍ مقام لپاره خپل اسناد د پاکستان ټاکنو کمېسیون ته وړاندې کړی وو، خو وروسته د اتو کسانو اسناد تایید نه شول او یو کس امیر مقام له کاندید کېدو لاس پر سر شو.


















