کابل.کام – د وږي ۱۶مه، ۱۳۹۷:
د پنجشنبې په ورځ، د امریکايي حکومت لوړپوړو چارواکو د هغې لیکنې له لیکلو انکار کړی چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د لیکوال له نوم ښوونې پرته خپره شوې او پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې پکې شوې دي.
د دې لیکنې لیکوال د خپل نوم له ښوولو پرته، چې ځان د ټرمپ د ادارې یو لوړپوړی چارواکی بولي، د امریکا ولسمشر ”لنډ فکره“ او ”بې اغیزې“ بللی دی. لیکوال خپل ځان د امریکا په اوسني حکومت کې د ”مقاومت ډلې“ غړی بللی، چې د هېواد د ګټو ساتنې لپاره د ټرمپ پر ضد ولاړه ده.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د دې لیکنې خپرېدا ته په غبرګون کې هغه ”بزدلانه“ او ”خیانت“ وباله.
تر دې دمه د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس او د ولسمشر د مرستیال مایک پنس په ګډون یوولس لوړپوړو امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې د دې لیکنې لیکوالان دوی نه دي.
ځینې امریکايۍ رسنۍ د دې لیکنې یو احتمالي لیکوال د ولسمشر مرستیال مایک پنس بولي. دوی وايي چې په لیکنه کې کارول شوي ادبیات د مایک پنس له ادبیاتو سره ورته والی لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس ، د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د خزانې وزیر اسټیون منوچین، د کورنیو چارو وزیر راین زینکي، عدلیه وزیر جیف سشنز او نورو وزیرانو ویلي چې دوی دا لیکنه نه ده لیکلې.
د ولسمشر ټرمپ مېرمنې، میلانیا ټرمپ، هم د خپل خاوند په اړه د دې خپرې شوې لیکنې بې نومه لیکوال غندلی دی.
د نیویارک ټایمز دا لیکنه د امریکا د مشهور خبریال باب ووډوارډ د کتاب د ځینو برخو تر خپرېدو یوازې یوه ورځ وروسته نشر شوې ده. د باب ووډوارډ په کتاب کې د ځینو امریکايي چارواکو له خولې پر ډونلډ ټرمپ لګول شوي تورونه مطرح شوي دي.


















