شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

کابل ته د مټیس ناببره تګ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 7, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
د امریکا دفاع وزیر او له هغه سره مل پلاوی کابل ته د نااعلان شوي سفر پر مهال - جمعه (د سنبلې ۱۶مه / د اګست ۷مه) ـــــ انځور: Thomas Watkins/Agence France-Presse — Getty Images

د امریکا دفاع وزیر او له هغه سره مل پلاوی کابل ته د نااعلان شوي سفر پر مهال - جمعه (د سنبلې ۱۶مه / د اګست ۷مه) ـــــ انځور: Thomas Watkins/Agence France-Presse — Getty Images

295
ځلې شریک شوی
90
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۹۵)

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

کابل ته متیس ناببره تګ

نیویارک ټایمز د سپټمبر پر ۷مه لیکي، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس په داسي وخت کي کابل ته ورسېد چي د طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیلولو هنګامه توده ده.

متیس په هند کي خبریالانو ته ویلي ول چي په کابل کي د امریکا سفارت د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره زیات امریکايي دپلوماتان ټاکلي دي.

هغه وویل، «موږ داسي نښي نښانې لرو چي د طالبانو سره روغه جوړه نور مازي یو ساده تصور او سراب نه دئ، بلکي دا مصالحه خپل ځانته یو چوکاټ لري. د طالبانو سره د خبرو چېنلونه خلاص سوي دي. د امریکا خارجه وزارت د کابل سفارت ته اضافه دپلوماتان استولي دي، او د هغوی محوري وظیفه مذاکرات دي.»

نیویارک ټایمز لیکي، متیس د هغو جمهوريپالو استازو مخالفت کوي چي وايي ټرمپ دي امریکايي عسکر له افغانستانه چټک راوباسي. هغه وايي چي په افغانستان کي باید امریکايي جنرالانو ته پوره وخت او منابع ورکړل سي.

رویټرز:

رویټرز لیکي، اشرف غني او متیس د جمعې په ورځ په کابل کي سره وکتل. هغوی د سولي په باب خبري وکړې.

رویټرز علاوه کوي چي امریکايي دپلوماتان وايي چي د کابل حکومت د طالبانو سره د مصالحې په برخه کي پوره کوښښ نه کوي.

یو امریکايي دپلومات وايي، «که چیري د افغان حکومت د ناراضه طالبانو لپاره بهتره شرایط برابر کاندي، دا به د سولي د پروسې مشروعیت لا غښتلی کړي.» هغه زیاتوي، د کابل د حکومت خپلمینځي اختلافات او نفاق ښايي د سولي چانس خراب کړي.

د افغان د چارو امریکايي تحلیلګر کوګلمېن وايي، «زه فکر نه کوم چي د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر مخه دي د سولي د مذاکراتو په باب کوم مهم انکشاف وسي، ځکه طالبان اوسنی حکومت معتبر او مشروع نه ګڼي.»

رویټرز لیکي، د کابل د حاکمانو تر منیځ اختلافات او شخړي علني سوي دي. یو ځل د داخله وزیر او یوه د جنرال تر مینځ داسي خبري ردي او بدلي سوې چي په کابل کي ئې د امریکا د نصب سوي حکومت په مینځ کي موجوده اختلافات او ناندرې ښه رابرسېره کړې. بیا وروسته سمدستي د افغانستان د ملي امنیت مشاور، اتمر، استعفا‌ء وکړه. ویل کېږي چي اتمر د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره ځان چمتو کوي.

رویټرز لیکي، متیس وايي چي طالبان د داعش سره مخالفت لري، او د هغوی دا مخالفت د افغان حکومت او امریکايي قواوو له دریځ سره اړخ لګوي. هغه وايي، «طالبان او ناټو – امریکا له داعش سره یو شان مخالفت لري.»

سټارز اینډ سټرایپس:

سټارز اینډ سټرایپس لیکي، کله چي متیس کابل ته ناڅاپه ور رسېد، د کابل په آسمان کي هیلکوپټرو ګزمې کولې. متیس د پاکستان او هند تر سفر راوروسته کابل ورسېد.

که څه هم امریکايي دپلومان وايي چي سفرونه ښه نتیجه ورکړې ده، خو عمران خان ویلي دي چي پاکستان نور نه غواړي چي د متحده ایالاتو سره په جنګونو کي ملګرتیا وکړي.

هغه وویل، «دا زما وعده ده چي بیا به هیڅکله د بل چا په جنګ کي برخه وا نه خلو.»

اخبار لیکي چي په پاکستان کي د خلیلزاد ټاکل منفي تلقي سوی دئ، ځکه خلیلزاد تل پر پاکستان باندي ګوزارونه کړي دي. خلیلزاد ویلي دي چي پاکستان باید د ترورسټانو حامي هیواد اعلام سي.

_______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

مخکینې مطلب

چارواکي: له پلچرخي څخه مو لسګونه زندانیان بګرام ته انتقال کړل

بل مطلب

د حقاني حقانیت، او د پردي پالو تهمتونه

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
افغانستان

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com