شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د حقاني حقانیت، او د پردي پالو تهمتونه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 7, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
459
ځلې شریک شوی
251
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال بدر ځلاند

څو ورځې مخکې طالبانو د مرحوم الحاج مولوي جلال الدین حقاني د وفات خبر نشر کړو او د نړی ټولو مسلمانانو پرې د ویر اوښکې تویه کړې او د هغه رحمه الله ملګرو او کورنی ته یې د تسلیت او غمشریکي پیغامونه ولیږل
حقاني رحمه الله د څلورو ځواني مرګو شهیدانو هر یو الحاج نصیرالدین حقاني، حافظ بدرالدین حقاني، محمد حقاني، او د تنکي ځوانیمرګ عمر حقاني پلار او د دو یرغلګرو امپراطوریو ماتونکی شخصیت وو
حقاني رحمه الله د روسي ښکیلاک په مقابله کې په ۵۰۰ تعرضي بریدونو کې شرکت کړی وو او څو ځله په مخامخ جنګونو کې زخمي شوی هم وو

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

حقاني رحمه الله د شهرت چوکي ځان ښودنې تګی نه بلکه ددې کارونو کلک مخالف وو
ما چې دده څومره ویډیو خبرې اوریدلي دده رحمه الله په رښتوني حقانیت او اخلاص ترې د لمر په شان معلومیږي

همدا دده اخلاص او ریښتونې تقوا وه چې د نړی ټولو کفارو د خپلو لسګونو زره غلامانو او تالی څټو مزدورانو په ملاتړ دده رحمه الله د ورکیدو او بدنامولو انتهایي کوششونه وکړل خو ده ته چې الله جل جلاله کوم عزت لیکلی وو نه تنها دا چې دوی یې یې هغه عزت کم نکړو بلکې د ټولې نړی دمسلمانانو په زړونو کې یې محبت څو چنده نور هم زیات شو
که د حقاني صیب رحمه الله په ستاینه لیکل شروع کړم نو په کتابونو کې به هم ځای نشي خو راځم دې خبرې ته چې د حقاني صیب رحمه الله پر مرګ څوک خفه او څوک خوشحال شول؟

د حقاني صیب رحمه الله په وفات د ټولې اسلامي نړي عربو او عجمو اوښکې تویې کړې او د هغه رحمه الله په غم کې یې مرثیې ولیکلې

د نړی جیدو او حقاني علماؤ د هغه رحمه الله په وفات د هغه کورنی او ملګرو ته تعزیتونه ولیږل
د اسلامي هیوادونو ټولو جهادي تنظیمونو د هغه رحمه الله په وفات خواشیني ښکاره کړله

خو هغه کسان چې ځانونه افغانان معرفي کوي خو د شرق او غرب تابیعیتونه یې په حبیبونو کې پراته دي او له افغانیت څخه یوځل منکر شوي دي او یا اوس هم په اروپا کې د هوټلونو د چپړاسي توب افتخار لري هغوی اوس د دې په خاطر چې حقاني رحمه الله د دوی د بادارانو قاتل وو
اوس د خپلو بادارانو د زړونو د تسکین په خاطر په مرحوم حقاني صیب رحمه الله پسې هغه څه لیکي چې د یو انسان سالم عقل یې محال بولي

سپوږمۍ ته د سپیو غپیدل د سپوږمۍ په رڼا او مرتبه کې هیڅ نقصان نشي راوستلی صرف د سپیو په بی عقلی ساده توب او دخلکو د خندا وړ ګرزیدلو ته زمینه برابرولی شي

دا هغه بې شعوره کسان دي چې له پیدایښت څخه نیولې آن تر مرګه یې د غلامي او چاپلوسي په غذا ځانونه ماړه ساتلي دي

دوی کوم تعلیم او زده کړه نه ده ترسره کړې او نه د بل له بوټ پاکي څخه د ادب او تعلیم زده کړو ته اوزګار شوي دي بلکه وخت یې ټول د ”خان صیب ښه وایي“ په زمزمو تیر کړی ځکه خو اوس دومره له شرم او غیرت خلاص دي چې د امریکا په طیارو کې راغلي او د امریکایانو په خدمت کې د خادمانو په شان ستړي او ستومانه لالهانده وي خو بیا په بل د غلامي تهمتونه لګوي
خپله تر دو غوږو په غلامي کې غرق وي خو خپلې غلامي ته د اړیکو نسبت کوي چې زه خو غلام نه بلکه نیږدې اړیکې ورسره لرم او په دې افتخار هم کوي
خو دوی ځکه د حقاني رحمه الله په شخصیت تهمتونه لګوي چې هغه رحمه الله دوی ته د هر قسم غلامي او غیر اسلامي کړنو ترسره کولو په خاطر د ادب پیچکاري لګولي دي او دوی ته یې هر وخت د مسلمانانو پر خلاف د کفارو له ملګرتیا او غلامي د منعه کولو په خاطر سخت درسونه ورکړي دي طبعي ده چې ماشومان هر وخت ډاکټر ته د یو وحشي او بی رحمه دښمن په سترګه ګوري کرکه ترې کوي حال داچې ډاکټر ددوی د صحت او روغتیا په خاطر دوی ته پیچکاري ورکړې وي
خو د ماشومانو بی عقلي او ساده توب دا درک نشي کولای

مخکینې مطلب

کابل ته د مټیس ناببره تګ

بل مطلب

د عباس بن فرناس شهادت که ځان وژنه؟!

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com