کابل ولايتي شورا: حکومت خپلې ناکامۍ د امنيتي مسوولينو په بدلولو پټوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۸)
د کابل ولايتي شورا وايي، د ملي يووالي حکومت د امنيت راوستلو کې پاتې راغلی او د امنيتي کسانو په بدلولو غواړي خپله ناکامي پټه کړي.
د ولايتي شورا غړی سید عبدالرحمن هاشمي وايي، له هرې امنيتي پېښې وروسته د کابل لپاره امنيه قومندان بدليږي زياتوي تر څو چې سیستم نه وي جوړ شوی په اشخاصو بدلولو حکومت نه شي راتلی او دا کار يواځې (د خلکو په سترګو کې د خاورو شيندلو معنا لري).
د هاشمي په وينا، حکومت د يوې پېښې مخنيوی هم نه دی کړی او ستونزه ټوله د ملي يووالي په حکومت کې ده.
په کابل کې له وروستيو چاودنو وروسته وړمه ورځ د کابل امنيه قومندان، د يوولسمې فرقې قومندان او د امنيت رییس د اشرف غني په حکم له دندو ګوښه شول.
د نوموړي امنيه قومندان پر ځای سید محمد روشندل وټاکل شو چې نوی قومندان د ملي يووالي حکومت د څلورکلن حکومت په دوره کې د کابل د پوليسو شپږم قومندان دی چې بدليږي.
تر دې مخکې، په ياده موده کې ظاهر ظاهر، عبدالرحمان رحیمي، حسن شاه فروغ، سالم احساس او داود امین د کابل د امنیه قوماندانو په توګه دندې ترسره کړې دي.



