پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

یمن کې د سعودي او اماراتو جګړې عام خلک له سختې لوږې سره مخ کړي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 11, 2018
کټګوریانې: خبرونه, نړۍ
0
153
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د ماشومانو ژغورنې نړیوالې ټولنې په یمن کې د جګړې پر ټولو اړخونو تور پورې کړی چې د دغه هېواد خلک یې د لوږې له خطر سره مخ کړي دي.

Save the Children ټولنې له ملګرو ملتونو غوښتي چې  له مسؤلو خواو سره د هغو بریدونو په اړه حساب وکړي چې د یمن د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

دا هم ولولئ

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

دې حقوقي ټولنې په یوه تازه بیان کې ویلي چې د سعودي – امارتي اېتلاف په شمول په جنګ کې ښکېلې ټولې خواوې د عامو خلکو د هغې سختې لوږې د خطر مسؤل دي چې یمنیانو ته په ستر ګواښ بدل شوی دی.

ټولنې غوښتنه کړې چې له هغو مسؤلینو سره دې سخت حساب وشي چې یمني کوچنیانو ته یې د درملو او خوړو د لېږد مخه نیولې، چې له امله یې د جګړو په سیمو کې نږدې نیم ملیون ماشومان د سختې لوږې له لاسه په روان کال کې مړه شوي.

یو شپږ کلن یمنی ماشوم د خپلې مور په غېږ کې - انځور: رویټرز اژانس
یو شپږ کلن یمنی ماشوم د خپلې مور په غېږ کې – انځور: رویټرز اژانس

دا ټولنه زیاتوي، له شرمه ډک عمل دا دی چې څوک د ملکي بېګناه خلکو له لوږې د خپلو جګړو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.

تر دې دمخه، د یونیسیف مؤسسې ویلي و چې یمن په نړۍ کې د ژوند په تر ټولو بد حالت کې قرار لري، او د لوږې ریښې ورځ تر بلې پراخېږي.

ملګرو ملتونو په تیره مئ میاشت کې ویلي و چې یمن په ټوله نړۍ کې له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري امورو عمومي مشر معاون، مارک لوکوک، ویلي، په یمن کې بشري ضد کړنې تر پولو اوښتې، او نږدې 22 ملیونه انسانان مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري امورو عمومي مشر معاون، مارک لوکوک
د ملګرو ملتونو د بشري امورو عمومي مشر معاون، مارک لوکوک

لوکوک زیاته کړې، نږدې 8.5 ملیونه انسانان د لوږې له سخت خطر لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو مشرې، میشیل باچلی، له سعودي – اماراتي اېتلافه غوښتنه کړې چې په یمن کې د جګړو قوانین شفاف کړي او هغو مسؤلینو ته سزا ورکړي چې په خپلو بریدونو سره یې د ملکي خلکو ژوند له خطر او کړاوونو سره مخ کړی دی.

د اګست میاشتې په پای کې، د بشري حقوقو یادې مشرې په یمن کې د هغو جنګي جرایمو په اړه رسمي اعلامیه خپره کړې چې سعودی – امارتي او د یمن حکومتي او د حوثیانو ډله یې په صنعاء او یو شمېر نورو ولایتونو کې مرتکب شوي دي.

د بشری حقوقو په اعلامیه کې ویل شوي و چې د اېتلاف په زیاترو بریدونو کې ملکي خلک وژل شوي، چې د ملکي وژل شویو خلکو شمېر له 2015 کال راهیسې 6660 کسانو ته رسیږي.

د ملګرو ملتو راپورونو یادونه کړې وه چې اماراتي نظامي ضابطانو زیات شمېر خلک اختطاف کړي، او په یمن کې یې په زندانونو کې ساتي، چې په مختلفو طریقو سره یې ورسره له جنسي تشدده کار اخیستی دی.

ـــــــــــ

سرچینه: الجزیره

ژ: عزیر اسدخېل

مخکینې مطلب

دوه ماڼیو امریکا ونړوله

بل مطلب

جو کوین: د سپټمبر له ۱۱مې څخه د عبرت درسونه

ځانګړي مطالب

خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
افغانستان

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com