پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

دوه ماڼیو امریکا ونړوله

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 11, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مقالې, مهم
0
207
ځلې شریک شوی
118
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

په نن ورځ د امریکا په نیویارک ښار کې له دؤو اسمانڅکو ماڼیو سرې لمبې پورته شوه؛ داسې ژبغړانده لمبې چې سپېره او تور بدمرغه دودونه یې کابو په ټوله نړۍ خپاره شوه او دنړۍ چاپېریال یې داسې ګنده کړ چې آن دنړۍ جغرافیه یې دتغیر تر بریده رسولې ده
که څه هم په نړیوال تجارتي مرکز دبریدګرو دهویت په اړه د پېښو نړیوال څېړونکي لا تر اوسه یؤه خوله نه دي او ښکاري هم داسې چې دیاد برید اصلي عاملین تر ډېره څرګند هم نشي. البته هغه څه چې څرګند دي هغه دا دي چې د تجارتي ماڼیو تر نړېدلو دوې میاشتې وروسته، په مادي او پوځي لحاظ دنړۍ تر ټولو غښتلي هېواد، دنړۍ د تر ټولو په نستمن، وروسته پاتې او کمزوري هېواد دتوغندیو او بمونو باران پیل کړ

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

دسپتمبر تر خونړۍ پېښې را وروسته د امریکا خارجه وزیر کولن پاول په یؤه قهرجنه وینا کې وویل:《هغه خلک په ناسم پوهاوي کې ښکېل دي چې د ودانیو په نړولو او دخلکو په وژلو، دسیاسي موخو ترلاسه کولو په سوچ کې دي》 خو په افغانستان کې امریکایان دخپل قول او فعل سره په ستر ټکر کې واقع شول، ددوی په وینا دترهګرو د له منځه وړلو او دخلکو دخوښې پراخ بنسټه نظام (ډېموکراسي) دقائمولو په پلمه یې داسې نامرده او خونړۍ وژنې او نړؤنې وکړې چې د امریکا او په ټوله کې دهمکارۍ له نومه خلکو ته استفراق ورتله
تر دې چې دسختو وژنو، نړؤنو او بمبارونو له امله د امریکا له لورې د کښېنول شوي لاسپوڅي واکمن حامد کرزي غونی ځیګ شو او له امریکایانو یې وغوښتل چې نور بمبارونه بند کړئ خو د کبر په نشه خمار امریکایانو داسې ستوغ ځواب ورکړ: موږ دخپلو کارونو لپاره خپل مهالوېش لرو

دلته امریکایانو بسته کلي ونړؤل، په یوه کلي کې ۹۳ نفر دسخت بمبار له امله په شهادت ورسېدل خو کله چې دپنټاګون ویاند وپوښتل شو، په ډېر غرور یې وویل: دغه وګړي ځکه ووژل شول چې موږ ددوی وژل غوښتل
یعنې دطالبانو پلویان ؤل، یا یې طالبانو ته ځای ورکړی ؤ، یا له دې کلي زموږ په پوځیانو ډزې کېدلې …….
بسته کورنۍ یې له منځه وړي دي، داسې کورنۍ راته معلومي دي چې تنها همهغه وګړي یې ژوندي پاته دي چې دبمبار او چاپې په شپه له خپله کور بهر پاته شوي دي، یا ښار ته تللي دي، یا دکوم خپل او خپلوان کور کې یې شپه شوې ده او یا خارج کې مسافر دي

جورج بُش چې په نیویارک کې دتجارتي ودانیو په نړېدلو یې د اسلامي امارت نړؤلو او د تاریخ سازه افغانانو وژلو ته پلمه جوړه کړه؛ که څه هم په پیل کې یې دملا محمد عمر ‘رح’ په لاس قایم کړای شوی اسلامي نظام ونړاؤه خو په نړولو یې د امریکایانو بېخ هم وخوت.
۱۷ کاله وروسته یې اقتصاد مخ په ځوړ روان دی، خارجي سیاست یې دخپلمنځي دعوو او ناندریو ښکار دی، فلورېډا ایالت کې چې متحده ایالاتو ته د ملا د تیر حیثیت لري، د ریفرنډم تابیا نیولای کیږي او په نړیوال فورم د باؤر او اعتماد وړ ملګري هېوادونه یو ـ یو له لاسه ورکوي

په اوس کې امریکایي اتباع د نړۍ تر ټولو منفور اتباع پېژندل کیږي او د نړۍ په هر ګوټ کې امریکایی وګړو ته مرګ انتظارونه کوي؛ دا هر څه دبُش دهغو دعوو خلاف دي چې دجګړې په پیل کې یې کولې
۱۹۹۷م کال کې د امریکا ددفاع محکمې په یؤه تبصره کې ومنله چې د نړۍ په پېښو کې د امریکا دحکومت لاس وهنې د امریکایانو خلاف نفرتونه پاروي؛ همدا خبرې کټ مټ جیمي کارتر هم تر ریاست کولو وروسته کړي وې
کارتر ویلي ؤ: که تاسې شام او اردن ته ولاړ شئ، هلته به د امریکایانو پر وړاندې د کرکې توپانونه ووینئ. دا ځکه چې موږ په هغوی بې شمېره بمونه ورولي دي او ددغو سیمو بېګناه خلک مو په ډېره بې رحمۍ وژلي دي، هلته خلک موږ ته شیطانان وایي

که ۱۷ کاله وړاندې په نیویارک ښار کې د اسمانڅکو ودانیو نړونکي دتاریخ له پاڼو ورک دي؛ نو هغه اتلان دتاریخ له پاڼو نه شي ورکېدلای چې مغروره امریکا یې د نړولو په درشل درولې ده
تاریخ به دطالبانو بې سارې مېړانه هېره نه کړي، دطالبانو دمشرانو په سويو او لولپه وجودونو او دطالب مجاهدینو وفا او شجاعت په اړه اېښودل شوي بابونه به دتاریخ مهم بابونه وي

د دؤو ماڼیو په نړېدلو امریکا ونه نړېدله خو دماڼیو تر نړېدلو وروسته دصدر بُش احمقانه او متکبرانه پرېکړې امریکا نړېدلو ته نېږدې کړې ده
امریکا دهغه خړپړ افغان عجز او انکسار ونړؤله چې له ډېره مجبوریته یې په يؤه تنګه خونه کې ساه ورکړه خو دمتکبرو امریکایانو غرور ته مات نشو او په ډېر باؤر یې امریکایانو ته وویل: اوس موږ دمذاکراتو لپاره عذر ـ زارۍ درته کوو، که یې ونه منئ داسې وخت به راشي چې بیا به تاسو دمذاکرانو لپاره عذرونه کوئ او موږ به یې نه منو.

مخکینې مطلب

امريکا به ډير ژر خپل ګوډاګيان هم مړه کړي هم پړه

بل مطلب

یمن کې د سعودي او اماراتو جګړې عام خلک له سختې لوږې سره مخ کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com