فراه ولايتي شورا: اوولس پوليس وژل شوي، لسګونه نور طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۶)
د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور وايي، په دغه ولايت کې اوولس پوليس وژل شوي او لسګونه نور طالبانو ته تسليم شوي دي.
د بختور په وينا، طالبانو تيره شپه د مرکز مربوط په سرو غونډيو سيمه کې د اردو پر پوستو بريد کړی چې پوسته يې نيولې اووه عسکر وژل شوي زياتوي د پشت رود ولسوالۍ په ګجکين سيمه کې هم طالبانو پوسته نيولې چې لس پوليس پکې وژل شوي او د هغوی وسلې هم طالبانو له ځان سره وړي دي.
دغه راز فريد بختور شمشماد نيوز ته ويلي، د بالابلوک ولسوالۍ د سرو غونډيو په سيمه کې پنځه ویشت پوليس طالبانو سره يوځای شوي او خپلې وسلې او مهمات يې هغوی ته سپارلي دي.
د سرچينې په ينا، د یادې ولسوالۍ اړوند په کنسک سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې د طالبانو بريد کې پنځلس عسکر وژل شوي او درې نور يې له ځان سره وړي دي.
د فراه امنيتي مسوولینو تر اوسه د خپلو سرتيرو د وژل کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
طالبانو د پشترود ګچکين، د پشتکوه رباط سيمه کې د بريدونو د تاييد تر څنګ ويلي، په يادو بريدونو کې دوه پوستې نيول شوي، د قومندان بسم الله او قومندان عبدالرحمن په ګډون پنځلس عسکر وژل شوي، وسلې او مهمات يې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
د طالب وياند قاري يوسف احمدي په وينا، په مرکز شمالګاه کې هم طالبانو يوه پوسته نيولې چې پنځه عسکر وژل شوي، څلور نيول شوي او د هغوی نهه ميله وسلې طالبانو ته په لاس ورغلي دي.



