سرچینې: په فراه کې لسګونه امنیتي منسوبین وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۶)
ناتائید شوي راپورونه وایي، چې له تیرې شپې راهیسې د فراه ولایت په مختلفو سیمو کې ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په فراه ولایت کې د طالبانو په برید کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي.
په جنوب غرب حوزه کې آزاد خبریال عبدالعزیز صفدري پر خپله ټویټر پاڼه د چارواکو له قوله لیکلي، د فراه ولایت په څلورو استقامتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ۵۷ سرتیري وژل شوي.
د یاد ولایت ولایتي شورا بیا رسماً د ۲۰ سرتیرو وژل کیدل مني.
طالبان هم وایی چې د یاد ولایت په پشترود، پشتکوه، بالابلوک او د فراه ښار شمالګاه سیمو کې یې څو پوستې نیولې او ۲۰ امنیتي منسوبی یې وژلي.
طالبان دغه راز د ګڼو مهماتو د نیولو سربیره د ۴ تنو عسکر د نیول کیدو پخلی هم کوي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ځینې راپورونه خپاره شول چې په کې امنیتي سرتیرو د یوه طالب جسد په اور سوځولی او دوی ورسره یادګاري انځورونه اخیستل، یادې موضوع په رسنیو کې توند غبرګونونه راوپارول



