سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

کابل:مذهبي او سیاسي مشرانو د امریکاپوځي شتون د ټولو ستونزو جرړه وبلله

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
سپتمبر 17, 2018
کټګوریانې: افغانستان, ټولنه او اجتماع, خبرونه
0
د سولې په تړاو د ناپییلو شخصیتونو ګډه غونډه

د سولې په تړاو د ناپییلو شخصیتونو ګډه غونډه

259
ځلې شریک شوی
84
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۶)

نن د سولې او نجات شورا په نوښت په پلازمینه کابل کې د سولې په تړاو یوه لویه غونډه ترسره شوه چې په کې علماؤ، سیاسي څیرو د احزابو غړیو، د ولسي جرګې وکیلانو او د مدني ټولنو فعالانو ګډون کړی و.

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

په غونډه کې د سولې په راوستلو، د بهرنیانو د وتلو په ګډون په ګڼو مهمو موضوعاتو بحث وشو.
د غونډې په پریکړه لیک کې بهرنیان د روانې جګړې اصلي عامل وبلل شو او له هغوی وغوښتل شول چې باید په سملاسي ډول خپل “اشغال“ ته د پای ټکی کیږدي.
دغه راز له طالبانو وغوښتل شول چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته دې له افغان حکومت سره یوه بین الافغاني تفاهم ته ځان ورسوي.
په غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو پر مداخلو هم اندیښنه وښودل شوه او ترڅنګ یې ګډونوالو د ملګرو ملتونو نړبواله شورا وهڅوله چې باید په افغانستان کې د سیمیزې اجماع لپاره کار وکړي.
همداراز له امریکا وغوښتل شول چې د سیمې له هیوادونو سره کوم اختلافات لري هغو ته دې د افغانانو د جګړې په بیه تداوم نه ورکوي.
جهادي مشر استاد زمان مزمل وویل “خلک په غاښ کې د غوښې کوچنۍ زره نشي زغملای چې يو بیرونی شی دی نو دا ملت به څرنګ دا زرګونه پردي عسکر په خپل کور کې وزغمي“
د نوموړي په خبره ټول ملت خو له اوله د بهرنيو ځواکونو مخالف و او نن خو حضرت صبغت الله مجددي غوندې شخص هم د بهرنيو خلاف چيغې وهي نو تر دې بل مناسب فرصت به څه وي؟
مزمل زیاته کړه، طالبانو ته پکار ده چې د دې معضلې حل لپاره خپلې ډیپلوماتیکي هڅې ګړندۍ کړي
دغه راز قانون پوه ګل الرحمن قاضي وویل “د افغانستان د علماوو سر تاسري شورا او استادانو په استازولۍ مو د سولې اړوند بحث کې له هر چا سره د طالبانو او بهرنيو هېوادونو استازو په ګډون خبرې وکړې او ټولو زموږ هڅې وستایلې او د مرستې ژمنه یې وکړه.
واحد کس چې نه یې موږ سره د ليدو وخت راکړ او نه ملاتړ٬ هغه داکتر اشرف غنی و.“

د غونډې پریکړه لیک چې کابل ټکي کام ته رسیدلی

۱ لومړی :د بهرنیو قوتونو وجود په هیواد کې د زیاتو مشکلاتو سبب ګرځیدلی، نه یواځې داچې روانې جګړې ته یې زمینه برابره کړې بلکه د وضعیت د بحران لامل جوړ شوی؛ بنأً د یوه منظم مهال ویش له مخې باید له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو نیټه اعلان او په همهاله توګه باید یو بین المللي تضمین ورکول شي.

۲ دوهم :د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړو چې د تلپاتې سولې پخاطر او د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي په موخه دې یوه سیمیزه اجماع دایره او د افغانستان د خلکو له ملي تصامیمو دې ملاتړ وکړي.

۳ دریم: د افغانستان له ټولو ولسونو په ځانګړې توګه د جګړې له ښکیلو لوریو جداً غوښتنه کوو چې له هر هغې وینا او کړنې څخه چې په هیواد کې د اختلافاتو د زیاتوالي ، د سؤ تفاهم د رامنځته کيدو او د جګړې د شدت لامل ګرځي، ډډه وکړي او په عوض کې یې له سړې سینې، تیریدنې او یو د بل منلو څخه کار واخلي او د عادلانه او تلپاتې سولې او د ملي یووالي د ساتلو لپاره د اسلام د مبین دین په رڼا کې هڅې وکړي.

۴ څلورم: د قانوني مدیریت د رامنځته کیدو او د یوه توانمند هیواد درلودلو لپاره اړینه ده چې یوه ټول شموله، مسؤلیت مننوکې او ځواب ورکونکې اداره، چې د ملت د واقعې ارادې تمثیل په کې شوی وي، د ملي اجماع یا لویې عنعنوي جرګې له لارې د یوه عملي او منل شوي میکانیزم له لارې رامنځته شي، ترڅو د نظام اساسي ستونزې معلومې او په ښه توګه اجراء کړي

۵ پنځم: د خلاصون لار شورا باید یو باصلاحیته پلاوی وټاکي ترڅو د جګړې له ښکیلو لوریو، جهادي تنظیمونو، سیاسي احزابو او ټولو مؤثرو بنسټونو سره د یوې عادلانه سولې په راوستو کې مذاکرات وکړي ترڅو یوه ښه تفاهم ته ورسیږي

لوی ټکي: د خلاصون لارې عالي شوراد سولې غونډهکابل
مخکینې مطلب

پاکستان افغانانو ته څومره اسانيتاوې ورکولاى شي؟

بل مطلب

پکتیکا: د سیمیزو پولیسو له خوا د هاوان په برید کې د یوې کورنۍ ۸ تنه شهیدان شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
افغانستان

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com