(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲)
د مسکو ناستې په تړاو چې د طالبانو د شتون له امله لومړی امریکایانو او بیا حکومت په کې خپل ورتګ لغوه کړ ، اوس یې پر څرنګوالي یوځل بیا جنجالونه راپاریدلي.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، افغان حکومت له روسي چارواکو سره په دې تړاو ټولې لانجمنې خبرې سپـینې کړې او هغه اختلافات چې د یادې ناستې په تړاو موجود و،حل شوي ـ د نوموړي په خبره؛ ټاکل شوې ترڅو دا ناسته تر راتلونکو دو اونیو کې دایره شي.
خو د بهرنیو چارو وزارت بیا دا خبرې ردوي او زیاتوي چې له روسانو سره یې د غونډې په څرنګوالي لا هم اختلافات موجود دي.
د یاد وزارت ویاند صبغت احمـدي وایي، لا هم د غونډې په څرنګوالي،د بحث پر اجنډا او د وخت پر مهالوبش ځینې اختلافات پاتې دي چې باید حل لاره ورته ولټول شي.
حکومتي سرچینې بیا وایي، د اختلاف اصلي منبع په یاده غونډه کې د طالبانو د رابللو موضوع ده، امریکایان غواړي چې طالبان نباید دا ډول نړیوالو غونډو ته ور وبلل شي ځکه د دوی په وینا، د طالبانو شـتون په دې ډول غونډو کې د ګډحکومت مشروعیت ته صدمه رسوي او د یوه رسمي ادرس په توګه یې راڅرګندوي، چې امریکا+افغان متحدین یې دا نه شي منلی.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وایي؛ که امریکا طالبان د افغانستان د رسمي آستازو په توګه ومني، د ټولو نړیوالو اصولو له مخې به د تیرې ۱۷ کلنې جګړې د خساراتو او قربانیو چې د یو بشپړ ملت د تسخیر لپاره یې کړې، لوړه بیه پرې کوي، چې له همـدې امله هغوی له دې سوژې څخه د تیښتې په موخه یو بې واکه حکومت طالبانو ته په مخ کې ورکړی دی چې باید جوړجاړی ورسره وکړي.


















