(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳)
د عامې روغتيا وزرات وايي، په هېواد کې د پېښو قربانيانو ته پر وخت د رسېدنې لپاره نوی برېښنايي سستم جوړ شو.
د روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وايي، دغه سستم به د جي پي اس د طبيعي پېښو، چاودنو او نورو ورته ډول پېښو په اړه معلومات ورکوي او د عامې روغتيا وزارت ته د معلوماتو له رسېدو وروسته به د پېښو ځای ته ايمبولانسونه او روغتيايي ډلې استول کېږي.
د فيروز په وينا، دغه معلوماتو مرکز د روغتيا وزارت په هڅو د دوه نيم لکه ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی.
د روغتيا وزارت وايي، دغه معلومات چې یاد سستم ته ورکول کېږي مرکز به يې د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو سربيره د ملي امنيت عمومي رياست سره هم شريکوي.
نوموړی وايي، رسنۍ او خبري ادارې هم کولی شي چې یاد سستم کې ځانته يوزر جوړ او له دغه لاې د طبيعي او نورو پېښو د قربانيانو د شميرو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د يادونې ده، چې هېواد کې ډير کله د چاودنو او طبیعي پېښو قربانيانو ته پر وخت د ايمبولانسونو، روغتيايي کارمندانو او ورته ډول نورې اسانتياوې نه رسېږي چې له کبله يې ډير خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.


















