(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۵)
تيره شپه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز “بګرام هوايي ډګر” توغنديز بريد شوی دی.
بګرام هوايي ډګر ته نږدې امنيتي سرچينې دغه بریدونه تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه له څه ويلو ډډه کوي.
ځايي اوسېدونکي وايي، په هوايي ډګر کې د توغنديو له لګېدو وروسته د خطر زنګونه او د امبولانس اوازونه اورېدل شوي چې ښايي بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، په دغه بریدونو کې “امريکايي اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي دي”.
په وروستيو کې طالبانو د بګرام پر هوايي ډګر توغنديز بريدونه زيات کړي چې بهرنيو ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله او مالي زيانونه اوړي خو بهرنيان د يادو توغنديزو بريدونو په اړه رسنيو سره معلومات نه شريکوي.
















