‏فاریاب: په هوایي برید کې د ملکیانو موټر په نښه،او ګڼ شمیر ښځې-ماشومان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۶)

راپورونه وایي چې د فاریاب ولایت د قیصار او المار ولسوالۍ ترمنځ سړک باندې د ولسي خلکو پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې برید شوی.
خبر زیاتوي ، برید د “سقه کوتل“ په نامه سیمه کې شوی او په نښه شوی موټر په یو مخیز ډول له منځه وړل شوی دی.

عیني شاهدان او دسیمې خلک وایي؛ په موټر کې سپاره کسان تر ډیره ښځې او ماشومان ؤ، چې ټول وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د هیواد په مختلفو ولایتونو کې تر ۱۳۰ ډیر ملکي خلک چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو د دولتي ځواکونو په شپنیو چاپو او ړندو بمباریو کې ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button