شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دتاریخ سپینه ورځ / نعمان لطیف

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 28, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
698
ځلې شریک شوی
121
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

په وطن د ترهې او ډار پیریان ناست ؤ دهېواد په هر ښار کې سپېره بادونه لگېدل، د هوا بوړبوړَکۍ به دټول ښار پلاستیکونه او گندونه ځان پسې کله په یؤه واټ او کله پر بل واټ تاوول

دا هم ولولئ

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

په څلورلارو کې سپۍ لنگېدلې، واټونه له کوڅه گشتو سپیانو ډک ول. ښارونو کې فقط همدوی او ټوپکمار لېدل کېدل

دا هر څه پس له فتحې روان ؤ، پس له یؤې تاریخي فتحې، پس له نه هېرېدونکیو قربانیو روان ؤ، پس له داسې قربانیو چې د افغانانو د ننگ او شهامت داستان یې دنړۍ جالب داستان کړ

مساجد خاموش ول، مدارس کنډواله پراته ؤ او ښوونځي دکورنیو جگړو په مهمو سنگرونو بدل شوي ول

دکمونسټي رژیم تر سقوط وروسته را ستانه شوي کډوال داسې حیران دریان پاته ول لکه په کوم ځنگلي ټاپو کې ایسار مسافر

دشهیدانو په ارمانونو خاورې اړؤل کېدلې او کونډو او یتیمانو یې له سختو مجبوریتونو او بېوسیو گداگرۍ شروع کړې وې

دجهاد له نوم مستفدین ددنیا په عیش عشرت کې داسې ډوب شول چې تر بریا وروسته یې له ځانونو دگنده ټوپکوالو داسې کړۍ تاؤ کړې چې دصف له صفا مجاهدینو بالکل غایب او داسې ورک شي چې دډېرو هڅو باوجود کوم مجاهد دمشر څنگ ته د رصد چانس ترلاسه نه کړي

په داسې ویرجنو حالاتو او مایوس ژوند کې چې په کابو په ټولو ارمانونو خاورې انبار وې، دجهادي مشرانو حرص او هؤس نور هم زور واخیست. پخپلو کې داسې سره ونښتل چې هغه نیم ژوانده افغانان چې مایوسه حالاتو روحاً وژلي ول، د اولادونو دفزیکي وژل کېدو له غمه بیا ځل کډې پر سر او له ښارونو بیرون په سپېرو دښتو کې مېشت شول

په همداسې یو حالت کې چې خلک له ژوندانه تنگ راغلي او دمرگ خپسې نیولی ؤ، طالبانو ملت کې نوې ساه وپوکله او خلکو ته یې د نوي کور او نوي ژوند جوړولو آرزوگانې ورکړې

دملي تاسیساتو نړېدل متوقف شوه، دعامه شتمنیو چور تالان ودرېدو، ښارونو کې ژوند عادي شو

بېخي نږدې ؤه چې باتور افغان ملت دسیالانو سیال شي، دحریت لپاره تویې شوې د یو نیم ملیون شهیدانو وینې رنگ راوړي او ترې دپاته کونډو او یتیمانو اوښکې وچې او پاکې شي او دسپېڅلي جهاد او تاریخ سازه معرکې اهداف ترلاسه شي خو د نامرده او نامرداه دښمن پر افغانانو ښه ورځ ونه لورېده

طالبانو دکابل پر فتحه د افغانانو په خاوره د داخلي غلامانو په توسط د خارجي نړۍ روان سازشونه خنثا او په ټپه ودرؤل او تر ټولو زرینه کارنامه یې له تجزئې دگران افغانستان ژغورل دي

دطالبانو په اسلامي حکومتولۍ او حاکمیت کې هر چا دخپل عمل سزا وگالله، مجرم دجُرم سزا ولیدله او متهم له تهمتونو دفاع ته وخت وموند

یؤه وړه بېلگه یې دډاکټر نجیب الله وژل او دعبرت لپاره تر دریو ورځو په دار ځوړندؤل دي

دډاکټر نجیب الله دوحشیانه اعمالو او دبېگناه وژنو په اړه خبرې، اضافي چه میگویا او اتهامات نه دي، بلکې ثابتې خبرې دي او اوس هم په خپل چاپېرچل کې سلگونه داسې خلک موندلای شو چې دډاکټر نجیب دوحشتونو له کبله یې عصبي توازنونه بایللې دي، یا فلج دي او یا یې دنجیب درژیم پر وخت دکورنۍ غړي ورک شوي دي

جنرال گروموف پخپل کتاب کې دنجیب الله له یؤه وحشت داسې یادؤنه کړې ده:

《په ۱۳۵۷ کال د حوت پر ۲۴ مه د ۲۴ زره هغه مسلمان هېوادوال چې په هرات کې د ولسي پاڅون په توگه د کمونستي رژیم پر وړاندي راپورته شوي ول، دډاکټر نجیب الله له لورې په شهادت ورسېدل …….!》

ملا عبدالسلام ضعیف “له کندهاره تر مزاره” کتاب ۱۵۰ مخ کې کې دنجیب الله د وژل کېدلو په اړه لیکلي دی:《زه په دې عقیده یم چې د همدغو مظلومانو شهیدانو دکورنیو د غړو لخوا به د انتقام سره په ډېره عجله مخامخ شوی وي، کیدلای سی دهغو شهیدانو اولادونو دده په وژلو کې تلوار کړی وي. حقیقت دادی چې دطالبانو مشرانو دده د وژلو سره مخالفت هم نه درلودی، نه چا دلمانځه د مصلې څخه راولاړ کړی او مړ کړی لکه دده دخاد دمشرتوب په وخت کې چې ډېر مسلمانان دلمانځه څخه راولاړ شوي، بیا وژل شوي دي او یا ژوندي تر خاورو لاندې شوي دي》

وخت به منصفانه قضاؤت وکړي او ثابته به کړي چې طالبان د افغاني تاریخ سپینې پاڼې دي. دظلم او ظالم خلاف پاڅېدلې دي، دظالم په وژلو یې ظلم او ظالم دواړه له منځه وړی دي او له پیله یې تر دې دمه په هیڅ کوم ارزښت سودا بازي نه ده کړې.

مخکینې مطلب

د کابل فتحې سره سمدستي د واجب القتل نجيب د اعدام زيري د هېوادوالو خوښي دوه چنده کړه

بل مطلب

‏فاریاب: په هوایي برید کې د ملکیانو موټر په نښه،او ګڼ شمیر ښځې-ماشومان وژل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com