(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۳)
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وچکالۍ کچه مخ پر زیاتیدو ده او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، اروپایي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغان وچکالۍ ځپلو سره به شاوخوا ۲۰شل میلیونه یورو مرسـتې وکړي.
په کابل کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ دفتر وایي، دغه مرسـتې د یادې ټولنې مرکزي کمیسیون چمتو کړې څو په ملکي برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
اروپایي ټولنې دغه راز ویلي، چې له تازه دمو مرستو سره یې د سږکال مرستـې چې له افغان حکومت سره یې کړې په ټوله کې ۴۷ میلیونه یوروو ته رسیدلې .
معلومه نه ده چې د بشري اړتیاوو په موخه شوې دغه مرستـې به مستحقینو او اړمنو کسانو ته ورسیږي او که د تیر په څیر به ترې یوځل بیا په فساد کې ککړ دولتي چارواکي ناوړه استفاده وکړي.
دیادونې وړ ده چې سږکال د افغانستان څه باندې شل ولایتونه سختې وچکالۍ ځپلي چې سلګونه زره افغانان یې کډوالۍ ته هم اړ کړي.


















