شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

نوماندان پر ځانونو پسخند وهي او که پر موږ؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اکتوبر 6, 2018
کټګوریانې: تبصرې, غير مصنف
0
9
ځلې شریک شوی
116
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

هر دولت درې قوې لري. د کابینې غړي«وزیران/ وزارتونه» د بیا رغونې او پرمختیايي کارونه کوي او اجراییه قوه یې بولي، قضایه قوه نوي قوانین جوړوي، مجرمین، غله او غاصبین په زندانونو ننباسي او ولسي جرگه وزیرانو او نویو جوړ شویو قوانینو ته د باور او یا رد رایه ورکوي. ولسي جرگه په اصل کې پر حکومت د څار اداره ده، چې حکومت خپلسریو ته نه پرېږدي او د هېواد په گټه کارونو ته یې پام  کوي.

د اوسنۍ ولسي جرگې اووه کاله پوره شول او اتم کال یې روان دی، خو په دومره اوږد وخت کې هېڅ داسې لاسته راوړنه نه لري، چې ملت ته یې د نمونې په توگه وړاندې کړي. په لومړیو کې د ولسي جرگې غړی د خپل کور کرایه نه‌شي پرې کولی، خو یو کال وروسته یې کاروبار دوبۍ او سنگاپور ته رسېدلی وي. سل ساتونکي، زرهي موټرې، په ولایتونو کې کورونه او باالاخره ژوند یې ۱۸۰ درجې بدلون وکړي. د ولسي جرگې د یو وکیل په میاشتني معاش دومره کارونه کېږي؟ خو دوی ټول وزیرانو ته د باور رایه په ډالرو ورکوي او که کوم نوماند وزیر پیسې ورنه کړي، نو بیا هغه له ولسي جرگې روغ نه شي وتلی او په هماغه ورځ ناکام اعلانېږي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

تېره اوونۍ د ولسي جرگې د درېیمې دورې لپاره بیا ټاکنیزه مبارزه پیل شوې. د هېواد په گوټ ـ گوټ کې نوماندانو داسې ټاکنیز شعارونه غوره کړي، چې اصلاً د دوی له دندې سره اړخ نه لگوي، بلکې داسې شعارونه یې لیکلي، لکه دوی چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ وي او ځانونه ورته د مقننه قوې نه، بلکې د اجراییه قوي غړي ښکاري. ځینو د اسلامي نظام د حاکمیت ادعاوې هم کړي، خو هېڅ نوماند د بهرني اشغال د پای ته رسولو په اړه هېڅ خبره نه ده لیکلې.

د دې کار عمده لامل بې‌سوادي، لنډه‌غر توب او د خلکو د ذهنونو گډوډول دي. خو اوس خلک پوهېږي، چې همدغو نوماندانو په تېرو کلونو کې څه کړي او اوس له خلکو په کومو سترگو بیا رایې غواړي؟ ځکه د ازمایل شویو بیا ازمایل ستر احمقتوب دی او خلک دې بیا نه ځانونه تېرباسي او نه دې د نوماندانو په غوړو شعارونو تېروځي.

اول خو په افغانستان کې ټاکنې کومه معنا نه لري. دلته د نړۍ تر ۴۰ ډېر هېوادونه عملاً پوځي حضور لري، چې ولسمشر یې هم د ناقانونه کړنو پر وړاندې سپوڼ هم نه شي کولی، نو ولسي جرگه به یې څه مخه ونیسي. همدا تېره اوونۍ په ننگرهار، میدان وردگو، کندهار، هلمند، کاپیسا، لغمان او گڼ شمېر نورو ولایتونو کې څومره ملکیان شهیدان شول. ایا ولسي جرگې یې پرضد غږ پورته کړ؟ ایا تراوسه دلته ودونه، جنازې، خیراتونه، مسجدونه او د خلکو کورونه په امن دي؟ ایا همدې ولسي جرگې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو پر ضد  مثبته رایه ورنه کړه؟ ایا د دوی تراوسه د ملي ارزښتونه په ساتنه کې کوم غږ پورته کړی؟ ایا دوی تراوسه د کوم مۇکل پوښتنې ته ورغلي دي؟

د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنې د هېواد په داسې نازک امنیتي حالت کې ترسره کول بېخي ناشوني دي. که ټاکنې احیاناً وشي هم، نو یوازې به د ولایتونو مرکزونو کې وشي او په لرې پرتو سیمو کې یې ترسره کول بېخي ناشوني دي.

ځکه اوس‌مهال طالبان د هېواد پر ۷۲سلنه خاوره حاکمیت لري او طالبان هېڅکله داسې بې‌معنا ټاکنو ته اجازه نه ورکوي. د ولسي جرگې نوماندان دې لومړی خپل کاري مسوولیتونه وپېژني او بیا دې له خلکو د رایې غوښتنه وکړي. روانې ټاکنې د امریکا او گڼ شمېر نورو هېوادونو د استازو ټاکنې دي، چې هر هېواد هڅه کوي د افغانستان په ولسي جرگه کې د خپلو جاسوسانو شمېر ډېر کړي.

لوی ټکي: ټاکنېخالد روانمهمناامنيولسي جرگه
مخکینې مطلب

کابل: د هوایي ځواک یو پیلوټ د طالبانو د مخامخ برید ښکار شو

بل مطلب

کابل کې پر پوليسو دوه پرلپسې چاودنې شوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com