کابل: د هوایي ځواک یو پیلوټ د طالبانو د مخامخ برید ښکار شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۴)

امنیتي سرچینې وایي چې د کابل ښار په بګرامیو کې د هوایي ځواک یو پیلوټ ترور شوی دی.
سرچینې زیاتوي،د محمدالله په نامه دغه کس د نظامي چورلکو پیلوت و، چې په زیاتو جبهاتو کې یې پر وسلوالو مخالفینو هوایی بریدونه کړي .
طالبانو د یاد پیلوټ د وژلو پړه منلې او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي “ د کابل ادارې یو تن ظالم پيلوټ محمدالله چې په مظلوم ولس باندې په وحشیانه بمباریو کې يې لاس درلود په یوه تکتیکي برید کې ووژل او د خپلو اعمالو په سزا ورسید.“

تر دې یوه میاشت وړاندې هم د کابل د هوایي ډګر درۍ پیلوټان  په ورته پیچلي برید کې طالبانو په نښه کړي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button