غزني: طالبان او دولتي ځواکونه یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۷)
د غزني ولايت په بيلابيلو سيمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوي چې ښکېلې غاړې یو بل ته د تلفاتو اوړولو ادعا کوي.
د دفاع وزارت ويلي، د غزني په مرکز، ده یک، قره باغ او اندړو ولسواليو کې د توپچي بریدونو او عملياتو پر مهال څلوېښت سوله وال وژل شوي او پنځه دېرش نور ټپيان دي.
له بله پلوه طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د غزني د ده یک ولسوالۍ مربوط په تاسنګ سيمه کې يې له دولتي ځواکونو لويه قرارګاه نيولې او پکې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زياتوي، د جګړې په پایله کې طالبانو لس ټانګونه، اووه رینجر موټر، یو په مهماتو بار لوی موټر، نهه ميله غټې او په زياته اندازه سپکې وسلې نيولي دي.
ويل کېږي، طالبانو د غزني، میدان وردګو او زابل ولايتونو په اړوند سيمو کې د کابل- کندهار او پکتيکا- غزني لويې لارې تړلي دي.



