هرات: نفوذي کمانډو سرتیری امریکایانو په شکنجو شهید کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱)
له هرات ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې، د ځانګړو ځواکونو هغه سرتیری چې تیره ورځ یې د شینډنډ په هوایي ډګر کې دریو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه، د امریکایانو له خوا په شکنجو شهید شوی دی.
سرچینې وایي،نوموړی تر ډزو وروسته سملاسي د خپلو افغان ملګرو له خوا ونیول شو او بهرنیانو تر سپارل کیدو وروسته په چورلکه کې نامعلوم لوري ته انتقال شو.
تیره ورځ د ځانګړو ځواکونو یوه نفوذي سرتېري پر بهرنیو عسکرو د ټوپک شپېلۍ وراړوله، چې په پایله کې یې ‘ګڼ شمېر’ بهرنیو عسکرو ته مرګ او ژوبله اوښتې.
په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د ‘غوڅ ملاتړ’ ماموریت منلې چې په برید کې د دوی ‘یو’ عسکر ووژل شو او ‘دوه’ نور ټپیان شول
خبر زیاتوي، د دغه کمانډویي سرتیري جسد په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو لوا ته سپارل شوی دی.
ویل کیږي نوموړي تر سختو وهلو ډبولو او شکنجو وروسته ساه ورکړې .
طالبانو دغه سرتیری خپل نفوذي کس بللی او ویلي یې دي چې د وحیدالله ننګرهاري په نوم دغه ځوان له څه مودې راپه دې خوا په کمانډو ځواکونو کې ځای پرځای شوی وو.



