یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

په هيواد کې يوه سوله او درې جګړې

ودان نشرونکی: ودان
اکتوبر 26, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
8
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نړويوالې رسنۍ ليکي چې  په افغانستان کې نيابتي جګړه روانه ده چې له روسي يرغل راهيسې افغانانو ته په ميراث کې پاتې ده، هغه مهال هم نيابتي جګړې بلابېل اړخونه لرل او اوس یې هم لري، خو د هغه وخت له مهاله سره يې توپير دا دی چې شرقي بلاک په افغانستان کې له خلپو ملګرو هيوادونو سره جګړه پر مخ بيوله او غربي بلاک يې د نيابتي جګړې د مخنيوي لپاره هم د تبليغاتي او  وسله والې جګړې څخه کار اخست، خو اوس چې په افغانستان کې کومه جګړه روانه ده، په درې برخو ويشل شوې ده، د امريکا په مشري د ناتو پوځونو په موجوديت او مقابل کې وسله واله جګړه، د امريکايي او غربي هيوادونو لخوا د افغان ولس په مقابل کې استخباراتي جګړه چې له بيلابيلو لارو يې پرمخ بيايي.

موږ لومړی وويل چې په افغانسان کې يوه سوله او درې جګړې روانې دي، په دې خپله افغانان او نړيوال قانع او اعتراف پرې کوي، خو هغه څه چې نه پرې افغان حکومت اعتراف کوي، نه يې نړيوال په جګړه کې شميرې او نه ورته غربي رسنۍ د خپلې پاليسۍ له مخې جګړه وايي، هغه تبليغاتي جګړه ده چې د دوو جګړو په پرتله امريکا ته منلې جګړه ده .

دا هم ولولئ

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

اوس به ووايو چې په درې جګړو کې راګيره سوله به څرنګه د کاميابۍ درشل ته ورسيږي او دویم دا چې درې واړه  جګړې په حقيقي توګه روانې دي، خو سوله یې په مجازي شکل سره افغان ولس، د سيمې او نړيوالو مخ ته وړاندې کيږي، همدا او دې ته ورته لاملونه دي چې د تيرو ١٧ کالو راهيسې د جګړې سره يو ځای د سولې هلې ځلې هم روانې دي، جګړه ورځ تر بلې پيچلې او خواوې یې نوې نوې جګړې زيږوي، اما سوله په خپل ځای د جمود په حالت ترسړو واورو هم سړه پاتې ده .

په کومه ورځ چې سپين رنګه ماڼۍ او پنتاګون د افغانستان په اړه جګړه ييزه  پريکړه وکړي، په سبا ورځ خپله امريکايي پوځونه یې عملي کوي او هم یې افغان پوځونو ته د عملي کيدو امر کوي، خو سوله نه عملي کړل شوه او نه ورته زمينه برابره کړل شوه، بلکې امريکا په لوی لاس سره له دې چې مکارانه تبليغ ورته کوي، د سولې ټول امکانات له منځه وړي.

دا مهال په افغانستان کې د سړې سولې په مقابل کې درې جګړې، وسله واله، استخباراتي او تبليغاتي جګړې روانې دي، چې امريکا، ناتو او افغان حکومت پرې په نا ګاهانه توګه اعتراف هم کوي .

د تير اکتوبر د مياشتې په لومړۍ امريکایې رسنيو وليکل چې په سعودي عربستان کې د طالبانو او سعودي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي، افغان حکومت د امريکا په امر پاکستان ته د اکتوبر په دریمه د عالمانو پلاوی وليږه چې د پاکستاني علماؤو او چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړي، په اندونيزيا کې د علماؤو غونډې ته د بيلابيلو اسلامي هېوادونو علما را وبلل شول چې له غونډې وروسته د اندونيزيا جمهور رئيس (ګويد دود) د ډاکټر عبدالله سره د ليدنې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ چې طالبان دې د سولې لار غوره کړي.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزوف ووټل، د افغانستان لپاره ځانګړى استازی زلمى خليلزاد، په کابل کې د امريکايي قواوو نوی قوماندان سکاټ مېلر او په کابل کې د ناتو سفير کارنليوز زميرمان په يوه خوله وايي چې طالبان بايد سوله وکړي، خو په حقيقت کې د کاذ بو ويناوو په سيورې کې جګړې ته دوام ورکړي.

په پيکنګ کې جوړې سيانګشان غونډه کې چې پر امنيتي ستونزو د غور او لارو چارو د لټون په موخه جوړه شوې وه، افغان دفاع وزارت اعتراف وکړ چې په افغانستان کې د سولې د هلو ځلو تر څنګ  ٢١ استخباراتي او ترورستي سازمانونه په خپلو فعاليتونو بوخت دي. همدا پوښته را ولاړيږي، چې د دې  ٢١ استخباراتي سازمانونو سرپرستي څوک کوي؟ او د فعاليتونو زمينه ورته چابرابره کړې ده؟

د امريکايي او افغان چارواکو په اعتراف چې په افغانستان کې د ٢١ استخباراتي سازمانونوتر ٨٠٠٠ زيات بين المللي ترورستان په فعاليت بوخت دي، په دې کې افغان ولس او طالب څه ګرم دی چې سوله نه کوي، سوله خو همدې امريکا استخباراتي او ترورستي ادارو له منځه وړې ده، د درې جګړو او ٢١ سازمانونو په مقابل کې به تر واورو سړه سوله څرنګه کاميابه شي؟

په افغانستان کې سوله هغه وخت راتلاى شي چې د همدې ٢١ ترورستي بين المللي سازمانونو لمن له افغانستانه ټوله شي، د دريواړو جګړوڅخه لاس واخستل شي او حقيقي سولې ته، چې هر افغان يې غوښونکی دى، رښتينې  لار برابره کړل شي.

لوی ټکي: امريکاجګړهسازمانونهسولهطالبان
مخکینې مطلب

پروان: طالبانو د حکومت له خوا استول شوي نفوذي کسان نیولي

بل مطلب

مسلمانه په تا څه وشول ؟!

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com