(کابل ټکی کام ۱۳۹۷لړم ۸)
طالبانو خپل پنځه تنه پخواني مشران چې څو کاله وړاندې له ګوانتنامو څخه د یوه بندي امریکایي پوځي په بدل کې خوشي شوي وو، په قطر کې د خپل سیاسي دفتر استازي ټاکلي.
سرچینو ویلي، دغه پخواني طالب چارواکي د طالبانو د مشر شیخ هبة الله آخندزاده د فرمان له مخې غوره شوي او ښایي په دې برخه کې نور بدلونونه هم رامنځته شي.
په دې کسانو کې د شمال جبهې پخوانی قوماندان ملا فاضل محمد مظلوم، ملا خیر الله خیرخوا، ملا نور الله نوري، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري شامل دي.
طالبانو د دې پریکړې په تړاو تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي .
دا پریکړه داسې مهال کیږي چې تازه د امریکایي چارواکو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شوې او ټاکل شوې په همدې هکله په راروانه نومبر میاشت کې په مسکو کې هم د افغان سولې په تړاو خبرې وشي، چې طالبان یې احتمالي ګډونوال دي.
د چارو شنونکي وایي،د طالبانو په سیاسي دفتر کې تازه بدلونونه سولې ته د هغوی ژمنتیا ثابتوي او دا څرګندوي چې هغوی د سولې په خبرو کې جدي دي.


















