یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

”أبو رغال“ د خیانت سمبول

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اکتوبر 30, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
210
ځلې شریک شوی
234
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حامد افغان

له اسلام مخکې به چې عربو حج کاوه، د هغه حج په مناسکو کې عرفات ته څېرمه د “أبو رغال” قبر په کاڼو ویشتل هم لازمي و، عربو په حج کې د أبو رغال قبر ویشتل هغه مهال پیل کړل چې کله د یمن واکمن أبرهه الأشرم په کال: 571م کې په بیت الله باندې ناکام برید وکړ او هغه کیسه په لاندې توګه رااخلو.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

أبرهه الأشرم د حبشې د واکمن نجاشي له خوا د یمن والي و، ده د عربو د کعبې پر خلاف د یمن په صنعاء کې د “القلیس” په نوم ښایسته کلیسا جوړه کړه، او غوښتل یې خلک د کعبې پر ځای د دوی کلیسا ته د حج لپاره ورشي، عربو خپله کعبه په هیڅ صورت نه پرېښودله، چې په دې سره د أبرهه کلیسا ناکامه سوه او په دې برسیره یوه شپه په پټه یوه عرب کوچي هغه کلیسا د انساني حاجت په ګندګي هم ولړله، په دې کار أبرهه دومره غوسه شو چې د عربو په کعبه یې د برید اراده وکړه.

أبرهه چې د بیت الله د نړولو په نیت په مکه د برید اراده وکړه له مختلفو تیاریو سره یې د سیمې یوه لارښود ته هم اړتیا وه چې له دوی سره ملګرتیا وکړی او دوی ته د کعبې (مکې) لاره وښيي، ځکه ابرهه او ملګري یې حبشیان وو، د سیمې له لارو سره نابلده وو، او لارښود باید د سیمې کوم عرب وګړی وی، ستونزه دا وه چې دوی به کوم عرب راوغوښت، هغه ته به یې د زیات مال وړاندیز هم وکړ چې د مکې لاره ورته وښيي خو عرب به انکار وکړ او دې خیانت او له خپل ولس او د ولس له مقدساتو سره خیانت او غداري ته هیڅ عرب نه تیاریدی.

أبرهه او ملګرو یې ډېر کوښښونه وکړل چې عربو کې کوم لارښود پیدا کړي خو بریالي نه شول، اخیر له ډېرو هڅو وروسته یې “أبو رغال” قران وهلی پیدا کړ، هغه د پریمانه شتمني مقابل کې له خپل قوم (عربو) سره خیانت ته ملا وتړله او د أبرهه د لښکرو ملګری شو. ویل کیږي دی د عربو له ثقیف قبیلې نه و او د طائف اوسیدونکی و.

أبو رغال د أبرهه له لښکرو سره ملګری سو، کله چې دوی د مکې خواته “مغمس” نومي ځای ته راورسيدل أبو رغال مړ او هلته دفن سو، وروسته الله جل جلاله د أبرهه لښکرې هم د أبابیل مارغانو په ذریعه هلاکې کړې او خپله کعبه یې وژغورله، چې په دې اړه قران کریم کې د “الفیل” په نوم ځانګړی سورت راغلی دی: { أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ * أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ * وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ * تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ * فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولِ } (الفيل1 : 5).

لکه ومو ویل عربو کې خپل قوم سره خائن نه پیدا کیدی او د أبرهه د لښکرو د لارښوونې لپاره هیڅ عرب نه پیدا کیدی، یواځې أبو رغال بدمرغه دې خیانت ته ملا وتړله، او د دې خیانت یې درنه سزا وليدله، هغه داسې چې د أبو رغال د قبر رجم او په کاڼو ویشتل عربو د حج له لازمي مناسکو وګرځوه، کله به یې چې حج خلاص کړ وروسته به یې د ده قبر په کاڼو ويښته او بله دا چې د “أبو رغال” نوم د غدر او خیانت سمبول وګرځیدی.

له قوم او هیواد سره خیانت او د أبو رغال رول ترسره کول ستر جرم او لویه ګناه ده، دا هغه ستره ګناه ده چې د څو سپکو د شخصي ګټو لپاره یو قوم له پریمانه وحشتونو او ظلمونو سره له مخامخ کیدلو پرته د غلامي په لعنت کې راګیر کیږي او د حریت او ازادي له نعمته بې برخې کیږي او محرومیږي.

نو ځکه باید د أبو رغال د سپکې لارې هر لاروی توهين او سپک شي او قبر یې باید په کاڼو وویشتل شي. که خبره راسپینه کړو زموږ په ولس او هیواد کې آن ځیني ګوندونو او پریمانه وګړو د أبو رغال رول ترسره کړی او لا یې هم ترسره کوي او زموږ د روانو ستونزو او بدمرغيو مهم لامل همدا د أبو رغال زامن دي. اخزاهم الله تعالی واهانهم.

امام الماوردي رحمه الله وایي: په مکه باندې د أبرهه د برید په مهال رسول الله ﷺ د مور په ګېډه و، او له دې پېښې پنځوس ورځې وروسته هغه پیدا شوی دی. سيرة ابن هشام او تاریخ الطبري

مخکینې مطلب

پخواني طالب چارواکي،په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ټاکل شوي

بل مطلب

زورواکی قوماندان حکیم شجاعي ووژل شو

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com