(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۸)
د فراه ولايت د پوليسو د لومړۍ حوزې امر د ښار په مربوطاتو کې په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
د فراه د ولايتي شورا غړی دادالله قانع وايي، تيره شپه نهه بجې د لومړۍ حوزې پر امر اختر محمد د ښار اړوند په ګنج سيمه کې وسله وال برید شوی چې په ترڅ کې يې نوموړی له دوو نورو عسکرو سره يوځای وژل شوی دی.
د قانع په وينا، د قومندان اختر محمد او وسله والو تر منځ جګړه هم شوې خو هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
د فراه د امنیې قوماندانۍ د امریت مرستیال حاجي عبدالقدیر هم د یادو درېیو کسانو وژنه تاید کړې ده.
طالبانو د بريد مسؤليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي تير ماسختن نهه بجې د (لمړۍ حوزې آمر مشهور اوظالم قومندان اختر محمد له خپلو ۲ ساتونکوسره ځای پرځای ووژل شول).
خبرپاڼه کې راغلي، چې له بريد وروسته طالبانو ته يوه توفنګچه او يوه کلاشينکوف هم لاسته ورغلي دي.


















