(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۹)
نن سهار د اوو بجو په شاوخوا کې د کابل د پلچرخي زندان مخې ته چاودنې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي سرچينې وايي، چاودنه د زندان د کارکوونکو پر موټر شوې ده چې په ترڅ کې يې څلور کسان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
ځينې سرچينې وايي، چې دا يو سرتيری بريد و او د زندان د ښځينه کارمندانو پر موټر شوی چې په پايله کې يې اووه تنه وژل شوي دي.
د چاودنې ځای ته نږدې سرچينې وايي، چې د چاودنې غږ ډير دروند و او ښايي مرګ ژوبله هم زياته وي.
د کورنيو چارو وزارت پېښه تاييدوي وايي، د پلچرخي زندان مخې ته چاودنه شوې خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
تر اوسه د چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
















