سمنګان: وسله وال بريد کې د عطامحمد نور نږدې قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۹)
د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر قومندان (اعظم) برید کړی چې د نوموړي په شمول د هغه دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د دره صوف امنيتي سرچينې بريد تاييدوي وايي، تيره شپه ديادې ولسوالۍ مربوط په زيرکي سيمه کې قومندان اعظم د طالبانو په يوه بريد کې وژل شوی دی.
ويل کېږي، نوموړی قومندان د بلخ د پخواني والي او د جمعيت ګوند د اجرائيه رئيس عطامحمد نور نږدې او باوري کس و.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: په بريد کې (ظالم اربکی قومندان (اعظم) له ۲ ساتونکو سره وژل شوی) رينجر يې تخريب، پنځه ميله وسلې يې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
طالبان د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د دولتي چارواکو او د دولت د نظامي مشرانو لپاره ځانګړې چريکې ډلګۍ جوړې کړي چې هغوی څاري او له موقع څخه په ګټه اخيستنې پرې بريدونه کوي چې تر ډيره په دغه بريدونو کې بريالي دي.



