فراه: د چورلکې نسکورېدو پېښه کې د لوړرتبه چارواکو په شمول ۲۵ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۹)
د فراه او هرات تر منځ د پوځ اړوند يوه چورلکه نسکوره شوې چې د فراه ولايتي شورا د رئیس، د ۲۰۷ظفر قول اردو مرستيال په ګډون ويل کېږي ټول پنځه ويشت تنه پکې وژل شوي چې لوړرتبه چارواکي هم پکې شامل دي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي، يادې چورلکې نن سهار له فراه څخه د شينډنډ د هوايي ميدان پر لور الوت کړی و چې د شينډنډ او اناردرې ترمنځ په جمال غازي سيمه کې راغورځېدلې ده.
مهري د چورلکې د نسکورېدو لامل د هوا خرابوالی او تنخيکي ستونزه بللې خو طالبان وايي چې چورلکه د دوی وسله والو په نښه کړې او رانسکوره کړې ده.
چارواکي وايي، په پېښه کې د ولايتي شورا مشر فريد بختور، د شورا غړي خير محمد نورزی، جميله اميني، دوه پيلوټان، د ظفر قول اردو مرستيال، او نږدې پنځه ويشت کسان وژل شوي دي.
طالبانو پر چورلکې د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، دغه چورلکه د طالبانو له لوري ويشتل شوې او نسکوره شوې چې ګڼ چارواکي پکې وژل شوي دي.
د روان کال د وږي مياشتې په څلورويشتمه نيټه هم د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان پوځ اړوند يوه چورلکه نسکوره شوې وه چې طالبانو يې د نسکورولو مسؤليت په غاړه اخیستی و.
له هغې مخکې په اګست مياشت کې هم د کابل په سروبي ولايت کې د پوځ اړوند يوې چورلکې سقوط کړی و چې دولتي چارواکو يې د نسکورېدو لامل تخنيکي ستونزه بللې وه خو طالبانو ويلي و چې ياده چورلکه د دوی په ډزو نسکوره شوې ده.
دغه راز د تيرې اکتوبر مياشتې په دوه ويشتمه نيټه هم د لوګر خروار ولسوالۍ په نعمتي کلي کې د طالبانو په بريد کې يوه چورلکه نسکوره شوې وه چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و چې چورلکه چې امريکايي پوځيان خروار کې د دوی د جنگياليو پر ضد د عملياتو لپاره تللي وو، چې طالبانو په ځوابي بريد کې دغه چورلکه نسکوره کړه.
په وروستيو کې دا څویمه پېښه ده چې د طالبانو له لوري د افغان پوځ اړوند چورلکې هدف ګرځول کېږي او پکې لسګونه عسکرو او چارواکو ته مرګ ژوبله اوړي.



