(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۹)
د کابل پولیس وایي، نن ماښام د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د سپينکلي په څلور لارې کې چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې اړولې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایی، چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې چې د پولیسو د لینجر پسې نښلول شوی و.
نوموړی زیاتوي، په پیښه کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ځینې سرچینې بیا دا شمیر لوړ بولي.
د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د څرخي پله د زندان په کارمندانو یو سرتیری برید وشو چې له امله یې ۷ تنه ووژل شول.
داعش ډلې د نن سهار د برید پړه و منله.


















